1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له يوې پښتنې ليکوالي سره مرکه

۱۳۸۶ شهریور ۳۱, شنبه

د پښتو اد ب له نوښتگري ليکوالي آغلي عارفې عمرلور سره د آلمان ږغ راډ يو د مېرمنو د خپروني چلونکي مېرمن حرکت مرکه.

https://p.dw.com/p/DMp5
يو څو کيسي مي د ماشومانو لپاره ليکلي دي،چي هغه نه يوازي روزنيزي دي بلکي ساينسي کيسي هم دي، چې په ځانگړي ډ ول د ماشومانو له پاره دي.
يو څو کيسي مي د ماشومانو لپاره ليکلي دي،چي هغه نه يوازي روزنيزي دي بلکي ساينسي کيسي هم دي، چې په ځانگړي ډ ول د ماشومانو له پاره دي.انځور: AP
دويچه وېله: تر کومه حده دي د پښتو هنري نثر ليکنه رسولې، ستاد وه ناولونه خو زموږ په لاس کي دي او تاسي دې ناولونو په ځانگړي ډ ول لومړنی ناول د پياوړو ليکوالو په کتار کي ود رولاست، اوس څه لاس ته راوړني لرۍ.
عارفه: زه خو په اوس وخت کي د د وو ناولونو تر څنگ يو څه لنډي کيسې او يوه ژباړه لرم.او هم له (BBC)
سره د ماشومانو په برخه کي د روزنيزي پروژي سره کار کوم او هم مي د ماشومانو اد بياتو ته پام کړی دی. يو څو کيسي مي د ماشومانو لپاره ليکلي دي،چي هغه نه يوازي روزنيزي دي بلکي ساينسي کيسي هم دي، چې په ځانگړي ډ ول د ماشومانو له پاره دي.
دويچه وېله: تاسي يوازي لنډ و کيسو ته پام کړی.
عارفه: ما په يو ناول باندي هم کار پيل کړی، چي سرليک يې دی( ډار) او تر يو حده مي رسولی، له نيم نه مي ډ ير کار ورباندي کړی دی. خو دا چي زما مسؤليتونه په کور کي هم ډ ير سوي او زه اوس مور سوې يم ،نو يو څه په ځنډ کار کوم.
دويچه وېله: تاسي چي اوس د ډار په نوم ناول باندي کار کوۍ د دې محتوا څه ده. ياني له څه شي څخه بېره ده له جگړې څخه ، د افغانستان له روانو حالاتو څخه اوکه يا نور داسي څه سته چي داسي يو سرليک مو ورته ټاکلی دی.
عارفه: ډار داسي يو ناول دی،چي دلته د وې داسي ستونزي چي افغانستان ورباندی نه دی کتل سوی ولي د گواښ سره يې مخ دی،چي يو ايد س او بل کوکنار دي او موضوع يې هم د غه د وې ستري ستونزي جوړوي. نه پوهيږم ما داسي انگېرله چی گوندي له واده نه به وروسته زه يوازي ښځينه احساس څخه ليکني وکړم، ولي دا واري مي له ښځينه احساس څخه لري سوې يم.
دويچه وېله: تاسي ځکه د ځوانانو دې اړخ ته پام کړی،چې اوس په خپله مور ياستئ او ستاسي ماشوم يا اولاد د دي ټولني راتلونکي زلمي دي. نو څرگنده خبره ده چي د د غه راتلونکي خطر نه تاسي ډار لرۍ ځکه افغانستان لا د جگړې له ناورين څخه ندی خلاص سوی، چي اوس د بل خطر سره مخ دی او ستاسي د احساس بنسټيز ټکئ هم په دې کي نعښتی دی. که څنگه.
عارفه:ستاسي اټکل سم دی ما په دې ناول کي په هره برخه کي هڅه کړې،چي د ماشومانو لپاره ځني تعليمي پاينټونه يا روزنیز ټکي هم ولرم. خو نه پوهيږم چي لوستونکو ته به څومره په زړه پوري وي،خو زما هيله داده،چي د ناول له لاري لوستونکو ته يو څه ورکړاي شم.