1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له يونان څخه ناهيلي مهاجر بيرته خپلو کورنو ته ستنيږي

۱۳۹۵ آبان ۱۶, یکشنبه

يونان کې د بندو پاتې شویو اکثرو مهاجرو هغه اميدونه او ارمانونه چې اروپا کې به ښه او د امن ژوند ولري، په ناهيليو اوښتي دي. اوس دغه مهاجر بيرته خپلو کورنو ته د تلو په موخه، د آسانه لارو چارو د موندلو په لټه کې دي.

https://p.dw.com/p/2SEKI
Griechenland Flüchtlinge auf dem Weg zurück nach Syrien
انځور: Getty Images/AFP/S. Mitrolidis

يونان کې د بندو پاتې شویو اکثرو مهاجرو هغه اميدونه او ارمانونه چې اروپا کې به ښه او د امن ژوند ولري، په ناهيليو اوښتي دي. اوس دغه مهاجر بيرته خپلو کورنو ته د تلو په موخه، د آسانه لارو چارو د موندلو په لټه کې دي.

له تير کال څخه را پديخوا په سلونو زرو مهاجرو له ناامنو هيوادونو څخه، د اروپا پر لور سفرونه پیل کړل. تيرکال اکثره دغه مهاجر وتوانيدل چې د خپل مقصد هيوادنو ته ځانونه ورسوي.

د مهاجرو د سيلونو د زياتيدو سره، په ځينو هيوادونو کې د کمپونو د ډکيدو او د بيساري فشارونو رامنځ ته کیدل، د دې سبب شول چې د بالکان هيوادونو تصميم ونيوه چې د مهاجرو پر مخ خپلې لارې بندې کړي. بالکان هيوادونه چې اروپا ته پرې د مهاجرو لار ده، پر خپلو پولې يې د اغزن سيم ديوالونه ودرول او د مهاجر د داخليدو د مخنيوي په موخه يې، په سرحداتو کې امنيتي ځواکونه ځاي پرځای کړل.

۷ مياشتي انتظار

عدنان یو له هغو ځوانانو څخه دی چې پر وينا یې په زندان ډوله هيواد يونان کې ېې ۷ مياشتي په انتظار کې تيرې کړي دي. دغه سوريايي ځوان اوس دې حد ته ناهيلي شوی دی چې په يونان کې د اوسيدو پرځای، بيرته خپل جنګ ځپلي هيواد ته تلل او هلته ژوند کولو ته ترجيح ورکوي. عدنان وايي: « زه غواړم بيرته سوريې ته لاړ شم. هو، زمونږ په هيواد کې جګړه ده، خو ما دلته په يونان کې ۷ مياشتي داسې تيرې کړې لکه بندي خانه کې چې یم.»

عدنان اوس د خپلې ميرمن او دوه ماشومانو او يو شمير خپلوانو سره د يونان ذيذيموتيخو نومې سيمې ته چې د ترکيې او یونان تر منځ په سرحدي علاقې کې موقعيت لري، د پوليسو یوه مرکز ته راغلی او بيرته ترکيې پر لور د تلو تیاری نيسي.

دغه سوريايي مهاجر وويل: « مونږ څو مياشتي د واټونو پر سر تير کړې او د اوسيدلو لپاره مو هيڅ ځای نه درلود. يونان ته په رسيدو سم، د ايدوميني کمپ ته ولاړو او هلته مو درې ماشتې تيرې کړي. مونږ په دې امید وو چې د مقدونيې له لارې به تير شو او ځان به آلمان ته ورسوو.»عدنان په ايدوميني کمپ کې د خپل ژوند له خاطراتو څخه کیسې کوي. دغه کمپ چې په می مياشت کې د يونان حکومت لخوا تخريب شو، له لسو زرو څخه زیاتو کسانو په کې په ډير بد حالت کې ژوند کاوه.

په يونان کې حاضر دمه له ۶۰ زره څخه زيات مهاجر بند پاتې دي. دغه مهاجر وروسته له هغې چې د اروپايي ټولنې او ترکيې تر منځ د مهاجرت موضوع پر سر تړون امضا شو، دغه هيواد کې بند پاتې شول. یاد مهاجر اوس اروپا پر لور د تلو لپاره هيڅ اميد نلري. اکثرو يې تصميم نيولي چې د ګڼو ستونزو او په هيوادونو کې یې د جګړو د شتون سربيره، بيرته خپلو اصلي ټاټوبونو ته ولاړ شي.

عدنان خپل د پيژندنې اسناد د ذيذيموتيخو سيمې د پوستې عسکروته ورښيي. دا هغه اسناد دي چې عدنان د آژه سمندرګي له لارې لیسبوس جزيرې ته د رسيدلو پر وخت تر لاسه کړي وو. د پوليسو یوه افسر چې نه يې غوښتل نوم یې واخيستل شي د فرانسې خبري آژانس ته وویل: « دغو اسنادو سره دوی کولای شي چې د يونان ټولو سيمو کې په آزادانه توګه سفر وکړي.

خو مونږ پوهيږو چې دوی دلته د قاچاقبرانو د پیدا کولو په موخه راغلي دي تر څو یې شپې لخوا ترکيه ته انتقال کړي وي. دا ډول قضيې هره ورځ پيښيږي... دوی بدبخت خلک دي چې دغه ځای ته د رسيدلو د پاره یې خپلې پیسې په غيرقانوني لارو لګولي. اوس دوی یو ځل بيا خپلې پيسې قاچاقبرانو ته ورکوي تر څو يې بيٍرته خپل هيواد ته رسولي وي.

دغه پوليس ټینګار کوي: « له دغه شان معاملو څخه یوازې انساني قاچاقبران ګټه اخلي.»

د ورستيو اوونيو په ترڅ کې هره ورځ، زیات شمیر مهاجر د ذيذيموتيخو علاقې ته راځي تر څو له دغه ځايه بيرته خپلو هيوادونو پر لور تللي وي. په دې منځ کې داسې کسان هم ليدل شوي دي چې حتی د آلمان هيواد اسناد په لاس کې لري. دوی وايي چې په آلماني ټولنه کې د نه ادغام کيدو له امله یې تصميم نيولی چې بيرته خپلو هيوادونو ته ولاړ شي. خو د دغه ځای پوليس وايي: « مونږ په واقعيت کې پر دې نه پوهيږو چې آيا دغه اسناد به اصلي وي که جعلي.»خو د دې سربيره، له ترکيې څخه د يونان پر لور د راتلونکو مهاجرو لړۍ هم جاري ده او حتې دغه بهیر په ورستيو مياشتو کې يې زور اخيستی دی. د يونان پوليس هڅې کوي چې خپلې پولې د پخوا څخه زياتې کلکې کړي.

د جولای مياشتې راپدېخوا ۷۰ تنه قاچاقبران او له زرو څخه زیات مهاجر د غيرقانوني تيريدو پر وخت د پوليسو لخوا نيول شوي دي. پوليسو په وروستي اقدام کې د تيرې پنجشنبې په ورځ يوه ډله قاچاقبران په داسې حال کې ونيول چې د ۲۵ تنو ماشومانو په ګډون ۴۰ تنه مهاجر یې ليږدول. دغې ډلې يونان پورې د هر شخص د انتقال په بدل کې ۱۵۰۰يورو ترلاسه کړي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.04.2016):

Griechenland Flüchtlinge aus Afghanistan auf der Insel Chios
په يونان کې يٍو افغان مهاجر ماشوم چې په بې برخليک حالت کې ژوند کوي. (آرشيف انځور)انځور: picture-alliance/dpa/S. Suna
Griechenland Leben im Flüchtlingslager in Vasilika
يونان کې يوه مهاجره کورنۍ چې د ژوندانه په بد وضعيت کې قرار لري. (آرشيف انځور)انځور: picture alliance/NurPhoto/N. Economou