1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ماشومانو سره د بریتانیایي سرتیرو ناوړه چلند افغان حکومت په غوسه کړی دﺉ

۱۳۹۰ دی ۲۹, پنجشنبه

افغان حکومت د چهارشنبې په ورځ د بریتانیایي سرتیرو له خوا له افغان ماشومانو څخه ناوړه استفاده په کلکه وغندله او ویویل چي د بهرنیو سرتیرو وروستيو کړونو پر هغوی باندي د خلکو اعتماد له منځه وړی دﺉ.

https://p.dw.com/p/13ltY
آرشیف انځور: بریتانیا ویلي چي د پیښه په اړه پلټني کوي
آرشیف انځور: بریتانیا ویلي چي د پیښه په اړه پلټني کويانځور: picture-alliance/dpa

د بریتانیا سن ورځپاڼي د چهارشنې په ورځ وویل چي دوه بریتانیايي سرتیري د یوه افغان ماشوم او یوې افغاني ماشومي څخه د ناوړه استفادي په تور نیول شوي دي. د ورځپاڼي په خبره دغو بریتانیايي سرتیرو له افغان ماشومانو سره خپل ناوړه چلند ثبت کړی او هغه ئې خپلو ملګرو ته ښودلي دﺉ. د ورځپاڼي په حواله دواړه ماشومان لس کاله عمر لري.

نومړي ورځپاڼي ویلي دي چي یادو سرتیرو دغه دوه ماشومان هڅولي دي چي د هغوی بدن لمس کړي. د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر په یوه وینا کي ويلي دي: «د افغانستان حکومت دغه عمل په کلکه غندي او دا د بریتانیايي سرتیرو لخوا د افغان ماشومانو څخه ناوړه استفاده، او له انساني اخلاق څخه لیري عمل بولي.»

د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي دي چي په دې اړه ئې پلټني پیل کړي دي. د بریتانیا د دفاع وزارت ویاند په یوه بیانیه کي ویلي دي: «موږ په افغانستان کي پر دوو سرتیرو د نامناسب چلند له تورونو څخه اطلاع تر لاسه کړې ده.»

د بریتانیا دولت ویلي دي چي له پلټنو مخکي د پیښي په اړه د جزئیاتو ورکول مناسب کار نه دﺉ، خو ټینګار ئې کړی دﺉ چي بریتانیا دغه شان پیښي په جدي توګه څیړي.

ورته پيښه

دا خبر په داسي حال کي خپریږي چي یوه اونۍ مخکي په یوه ویدیو کي څلور امریکايي سرتیري د طالبانو مړو ته د سپکاوي په حال کي ښودل شوي ول. افغان حکومت هغه پیښه هم په کلکه وغندله او ویویل چي دا به د نړیوالو ځواکونو او افغانانو تر منځ اعتماد له منځه یوسي.

امریکايي چارواکو هم د خپلو سرتیرو عمل د منلو وړ و نه باله او د هغه د څیړلو وعده ئې ورکړه. امریکا د پیښي د څیړلو له پاره یو کمیسیون جوړ کړی دی او په ویدویو کي له ښودل شوو کسانو څخه ئې پلټني پیل کړي دي.

دا په داسي حال کي ده چي د د امریکا د متحده ايالاتو په ټاکنو کي د جمهوري غوښتوونکو مخکښ کانديد مت رومني، ویلي دي چي په ویدیو کي ښودل شوي کسان باید محاکمه نه شي.

بریتانیا په افغانستان کي ۹۵۰۰ سرتیري لري. دغه هیواد تر امریکا وروسته په افغانستان کي د ناټو د نورو غړو په پرتله تر ټولو ډیر سرتیري لري. اوس مهال ډیر بریتانیایي سرتیري د افغانستان په هلمند ولایت کي میشت دي.

مسعود جهش (رویترز، د فرانسي خبري اژانس، دي پي ای)
کتونکی: عبدالباري حکیم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب