1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ماريوپول څخه وروستي اوکرايني عسکر ايستل کيږي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۷, سه‌شنبه

د اوکراین پوځ وايي پر دې کار کوي چې په ماریوپول کې خپل پاتې ټول عسکر وباسي. لیتوانیا له آلمانه غوښتي چې اوکراین ته ټانګونه واستوي. د جی۷ ډله د اوکراین جګړې او د خوراکي موادو او انرژي بېې پر لوړيدو درې ورځنۍ غونډه کوي.

https://p.dw.com/p/4BPb3
Ukraine Mariupol | Busse mit Ukrainischen Soldaten verlassen Stahlwerk Asowstal
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS

د اوکراين پوځ د سه شنبې په ورځ وویل چې دوی پر دې کار کوي تر څو په ماريوپول ښار کې چې د دوی تر ټولو قوي وروستی سنګر دی، ورڅخه خپل پاتې ټول عسکر وباسي.

د اوکراین د وسلi والو ځواکونو د لوی درستيز له خوا په یوه اعلامیه کې ويل شوي دي چې «د ماریوپول ګارنيزیون خپل ماموریت بشپړ کړ.»

په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «د پوځ لوی درستیز په ازوفستال کې میشتو قوماندانانو ته امر کړی چې د پرسونل ژوند وژغوري... د ماريوپول ساتونکي زموږ د عصر اتلان دي.»

آزوفستال په ماریوپول کې د فولادو کارخانه او د اوکرايني عسکرو وروستی سنګر وو.

د اوکراین د دفاع مرستیالې وزیرې، انا مالیار، وويل چې د فولادو له کارخانې څخه ۵۳ ټپي سرتيري د نووازوفسک ښارګوټي روغتون ته چې د روسېې تر کنټرول لاندې دی رسول شوي دي. همدارنګه ۲۱۱ کسان بیا اولينيفکا ښارګوټي ته چې د روسي پلوه بيلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې سیمه ده، وړل شوي دي.

هغې زیاته کړه چې ټول تخلیه شوي کسان به روسېې سره د بنديانو د تبادلې په معرض کې قرار ولري.

Ukraine-Krieg | Mariupol
په ماریوپول کې د اروفستال کارخانهانځور: Alexei Alexandrov/dpa/AP/picture alliance

باور پر دې دی چې د فولادو په کارخانه کې شاوخوا ۶۰۰ عسکر موجود ول. د اوکراین پوځ ويلي دي چې هڅې يې روانې دي تر څو هغه چې لا هم د کارخانې په منځ کې پاتې دي، وباسي.

د روسېې تر کنترول لاندې ښارونو ته د سلونو جنګیاليو ایستل چې ډيری ېې ټپيان دي، احتمالا د اوکراين تر ټولو اوږدې او خونړۍ جګړې پای او اوکراین له پاره يو مهم شکست وي.

د ماريوپول محاصره شوي مهم بندري ښار کنټرول د میاشتو بمباريو وروسته روسي ځواکونو ته پريښودل کيږي.

ماريوپول د روسې تر محاصرې وروسته اوس په یوه وران شوي ښار بدل شوی او اوکراین وايي چې په دغه ښار کې په لسونو زره کسان وژل شوي دي.

زيلنسکي د خپلو سرتيرو ستاینه وکړه

د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي، سهار وختي په خپل يوه پیغام کې وويل: «موږ هيله مند یو چې موږ به وشو کړای د خپلو خلکو ژوند وژغورو.» هغه زیاته کړه: «د دوی په ډله کې ګڼ شمیر ېې ټپيان دي. هغوی به مراقبتونه ترلاسه کړي. اوکراین د اوکرايني اتلانو ژوند ته اړتیا لري.»

رويترز په خپل رپوټ کې ليکي چې د دوشنبې په ورځ ناوخته ېې نووازوفسک ته رسيدلي پنځه بسونه لیدلي چې پکې له ازوفستال څخه عسکر راوړل شوي ول. یو بس چې د «Z» نښه ېې درولوده، پکې ډير عسکر ځای پر ځای شوي ول چې په ډله کې ېې يوه عسکر خپل سر په ډبل بنداژ تړلی وو.

زيلنسکي له شولڅ او ماکرون سره غږیږي

Ukraine Kiew | Pressekonferenz: Charles Michel und Wolodymyr Selenskyj
د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلنسکي انځور: VALENTYN OGIRENKO/REUTERS

پلان شوې ده چې د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زیلنسکي، د آلمان له صدراعظم اولاف شولڅ او د فرانسې له ولسمشر، امانوېل ماکرون سره د سه شنبې په ورځ خبرې وکړي. رويټرز دغه خبره د زيلنسکي د دفتر په حواله کړې ده.

اوکرایني ځواکونه وايي چې دوی اوس د دوهم تر ټولو لوی ښار، خارکيف دفاع کوي او زیاتوي چې روسي ځواکونو ېې د روسېې تر سرحد پورې دفع کړي دي. زیلنسکي دغه پرمختګ ستایلی او له خپلو عسکرو ستاینه ېې کړې ده.

رويترز د خپل يو شاهد له قوله وايي چې پر له پسې چاودنو د اوکراین لیوف ښار لړزولی دی. د زيلنسکي دفتر ويلي دي يو توغندۍ پر يوې پوځې سيمې لیږدلې خو وايي چې ځاني تلفات ېې نه دي اړولي. زیاته شوې ده چې اوکرايني ځواکونو د روسېې د غربي ایالت کورسک پر يوه کلي چې له اوکراين سره په سرحد کې پروت دی ډزې کړي دي. سیمه اېز والي، رومان ستاروویت، وويل چې په دغو ډزو کې څوک ژوبل شوي نه دي.

د ليتوانيا ټینګار: آلمان دې اوکراین ته ټانګونه ورکړي

Ukraine Nowoasowsk | Ankunft Busse mit Ukrainischen Soldaten aus dem Stahlwerk Asowstal
له ماریوپول څخه د ایستل شوو عسکرو په ډله کې ۵۳ تنه ېې ټپي شوي عسکر ښودل شوي ديانځور: Alexander Ermochenko/REUTERS

د لیتوانيا ولسمشر، هیتاناس ناوسیدا، د آلمان له صدراعظم، اولاف شولڅ څخه غوښتي دي تر څو اوکراین ته ليوپارډ ډوله محاربوي ټانګونو چمتو کړي. هغه زیاته کړې ده چې آلمان باید کیف ته د وسلو لیږد چټک کړي.

فونکه رسنیزې ډلې په دې اړه د ناوسیدا د چهارشنبې ورځې خبرې نقل کړي دي چې هغه ويلي دي: «زه د صدراعظم اولاف شولڅ په موقف کې نه یم. زه صرف کولی شم ووايم که زه د هغه پر ځای وای څه به مې کول: ما به ټانګونه استول.»

اوکراین ته د آلمان د درنو وسلو لومړنۍ لیږد

آلمان د سه شنبې په ورځ اوکراين ته د درونو وسلو د لومړني جوپې له انتقال څخه خبر ورکړ، تر څو د روسي ځواکونو د بریدونو په مقابل کې ېې اوکراین سره مرسته کړي وي. آلمان دغه اقدام د هیواد دننه او بهر د اونیو فشارونو وروسته چې باید دغه کار وکړي، ترسره کوي.

د لیتوانیا ولسمشر ويلي دي چې آلمان په ښه مسیر باندې روان دی. هغه ويلي دي: «دا نهایت مهمه ده چې اوکراین او هغه څه پوځي تجهیزات چې ورته اړتیا لري ترلاسه کوي.» هغه ټینګار کړئ چې دغه کار باید همدا نن وشي، سبا او بل سبا به ډير ناوخته وي.

جي ۷ ډله د بیو پر لوړيدو د غونډي پلان لري

Deutschland Weissenhaus | G7 AussenministerInnen-Treffen | Annalena Baerbock, deutsche Außenministerin
د آلمان د بهرنيو چارو وزیره انالینا بیربوکانځور: Felix Zahn/photothek/picture alliance

د اوکراين جګړې سره په نړۍ کې د خوراکي او سوند موادو بېې لوړې شوي دي. د جي۷ ډله يا د نړۍ ۷ ځواکمن هيوادونه په پام کې لري چې په دې هکله د آلمان په شمال کې درې ورځنۍ غونډه ولري. اسوشتید پریس ليکي چې دغه غونډه به د پنجشنبې په ورځ پیليږي. په غونډه کې به تمرکز پر اوکراین د روسېې د یرغل او په ځانګړې توګه د خوراکي او سوند موادو د بېې پر لوړيدا وي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزيره، آنالینا بيربوک، چې د دغې غونډې کوربنه ده ويلي دي چې «نړیوال بحران» وار دمخه رامنځ ته شوی چې عمده دلیل يې په اوکراین کې د غلو دانو د انتقالاتو بندیدل دي. هغې وويل: «حاضردمه ۲۵ میليونه ټنه غله د اوکراین په بندرونو، په ځانګړې توګه په اودیسه کې بنده پاتې ده.»

د رپوټونو په حواله روسيه او اوکراین د غنمو ستر تولیدونکي هیوادونه دي او یو شمیر هیوادونه د هغوی له غنمو سره تړلي دي. وروسته له هغې چې هندوستان بهر ته د غنمو صادرات ممنوع اعلان کړل د غنمو بېه په نړیوالو بازارونو کې نوره هم لوړه شوه.

آ/م.ک.ص./ن.ز.