1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له عراق سره د مرستو له پاره غږ

آژانسونه/ ب.س.۱۳۹۵ تیر ۳۰, چهارشنبه

نړیواله ټولنه په پام کې لري چې د بسپنه ورکونکو هیوادونو په یوه غونډه کې د عراق له پاره تر دوو میلیاردو ډالرو زیاته مرسته ټوله کړي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هم د څو میلیون یورو د مرستې له ژمنې سره کنفرانس کې ګډون کوي.

https://p.dw.com/p/1JSOT
انځور: Getty Images/AFP/H. M. Ali
آلمان په پام کې لري چې د ۲۰۱۷م کال تر پای پورې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد د مبارزې له پاره عراق ته ۱۶۰ میلیونه یورو اضافي پیسې ورکړي. د دې خبرې اعلان د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر په امریکا متحده ایالاتو کې د چهار شنبې په ورځ په جوړیدونکي کنفرانس کې د ګډون په موخه د خپل سفر د مخه وکړ.
له دې پیسو څخه به تقریباً ۱۰ میلیونه پر موصل ښار مصرفیږي چې دمګړۍ د داعش یا په اصطلاح د «اسلامي دولت» ډلې په ولکه کې دی. په ټولیزه توګه د آلمان مرسته کابو نیم میلیارد یورو ته رسیږي. سربیره پر دې آلمان عراق ته د ۵۰۰ میلیونه یورو بې قیده او شرطه پور هم ورکړی دی.
ملګرو ملتونو د عراق له پاره په مجموعي توګه د ۸۶۱ میلیون ډالرو په ارزښت د مرستو غوښتنه کړې چې د تقریباً یو په دریمې برخې د ورکړې ژمنه یې شوې ده. د واشنګټن په دې غونډه کې نړیواله ټولنه په ټولیزه توګه د عراقي وګړو له پاره د دوو میلیاردو ډالرو زیاته مرسته ټولول غواړي. په پام کې ده چې دا پیسې به د «اسلامي دولت» ډلې له ولکې څخه په آزادونو شویو ښارونو او سیمو کې پر بشري مرستو او ماین پاکۍ مصرف شي. خو پر بیا رغونه د مثال په توګه د بریښنا د مزو پر جوړولو به هم تمرکز وشي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایرانځور: picture alliance/dpa/J. Woitas
د مرستې پروګرام ته ګواښ
شتاین مایر وویل: «نظامي بریاوې به هله تل پاتې وي چې د عراق حکومت په آزادو کړل شوو سیمو کې د خلکو باور په لاس راوړي.» نوموړي وزیر زیاته کړه چې په دې کنفرانس کې د «اسلامي دولت» ډلې په مقابل کې د «دایمي بري» په هلکه هم باید سلا مشورې وشي.
د بسپنه ورکونکو هیوادونو دا کنفرانس د امریکا متحده ایالاتو، آلمان، کاناډا، هالنډ، جاپان او کویت په نوښت جوړیږي. د پنجشنبې په ورځ به د دې په تعقیب د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد ائتلاف کې د شاملو هیوادنو د بهرنیو چارو د وزیرانو یوه غونډه هم ترسره شي چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري ترڅنګ به پکې د بريتانیا د بهرنیو چارو نوی وزیر بورس جانسن هم ګدون وکړي.