1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له صدام حسین څخه په زندان کې څه ډول څېړني کیدې؟

۱۳۹۵ دی ۲۰, دوشنبه

هغه امریکایي استخباراتي کارکوونکي چې له صدام حسین څخه يې پوښتني گروېږني کولې، غوښتل د هغه اعتماد جلب او ورڅخه کره معلومات ترلاسه کړي. په همدې موخه ده صدام ته په زندان کې د لیکلو له پاره کاغذ او نور ضروري توکي ورکول.

https://p.dw.com/p/2VVEv
Irak Saddam Hussein im Gerichtssaal
انځور: picture-alliance/dpa/C. Hondros

جورج پیرو، چې په میامي کې د FBI ادارې مشر دی، د ۲۰۰۴م کال په جنوري میاشت کې د صدام حسین یوازیني څیړونکی وو. تر دې مخکې پیرو ویلي ول چې صدام د هغه په ریښتنې هویت نه پوهیده او هغه یې یوازې د ښاغلي جورج په نوم پیژنده او دا چې هغه د یوه لوړپوړي هيئت مشري کوله چې په مستقیم ډول یې ولسمشر ته ځواب وایه.

پیرو اوس د فورت لودردل هالیوود په هوايي ډګر کې د ډزو د یوې پیښې څیړنې کوي چې په پایله کې یې پنځه کسان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپیان شول. پیرو په اصل کې د بیروت هيواد دی او په عربي او اشوري ژبو رواني خبري کولای شي.

څارنوالانو د هوایي ډګر د دغې پیښې په تړاو پر۲۶ کلن ایستبان سنتیاګو باندي د وسلو د لرلو او همداراز د برید کولو تورونو لګولي دي چې کیدای شي له مخې یې هغه ته د اعدام سزا ورکړل شي.

کله چې پیرو د شنبې په ورځ پر تورن کس باندي لګیدلي تورونه اعلانول نو هغه وویل چې د پیښې د قربانیانو په اړه فکر کوي: «زه غواړم دغو کورنیو ته ډاډ ورکړم چې د قانون حاکموونکې ادارې په نه ستړې کیدونکې توګه کار کوي چې عدالت تأمین شي.»

پیرو له ۱۹۹۹م کال راهیسې په FBI کې کار کوي. هغه لا یو تنکۍ ځوان وو چې له لبنان څخه له خپلې کورنۍ سره امریکا متحدو ایالاتو ته کډه شو. کله چې هغه په FBI کې کار پیل کړ نو دی یو له هغو محدود کسانو څخه وو چې په عربي ژبه یې خبري کولای شوای. په امریکا متحدو ایالاتو کې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر میاشتې تر بریدونو وروسته پیرو ته اړتیا ډیره زیاته شوه.

پر افغانستان او عراق باندي تر بریدونو وروسته، پیرو په واشنګټن کې د ترهګرۍ پر ضد ادارې کې کار پیل کړ د هغه د همدې کار له کبله دی وتوانید چې له صدام حسین وڅېړي.

په ۲۰۰۸م کال کې پیرو په خپلو مرکو کې وویل چې هغه به هره ورځ په یوه داسې خونه کې چې کړکۍ یې نه لرلې له صدام سره لیدل او د هغه د اعتماد د ترلاسه کولو له پاره به یې ورته د اړتیا وړ توکي لکه کاغذ او قلم ورکول.

پیرو روښانه کړې ده چې صدام بیا وروسته دا خبره منلې وه چې هیواد یې د عام وژنې وسلې نه لري خو کیدای شوای چې په راتلونکې کې یې د ایران او او نورو ګواښونو د له منځه وړلو په موخه جوړي کړې وای. پیرو ویلي دي چې صدام همداراز له القاعدې او اسامه بن لادن سره د اړیکو لرل هم رد کړي ول.

د پیرو په حواله صدام به په دې ویاړ کاوه چې څرنګه د امریکا له بمباریو او د دې ډلې له خوا له نیول کیدو تښتیدلی. پیرو په یوه مرکه کې وویل: «صدام غوښتل وښيي چې هغه تر موږ ډیر ځیرک دی. هغه خپل موټر پریښودل، د سفر پر مهال يې خپل ساتونکې تدابیر پریښودل، څو د هغه نښه پاته نه شي.»

صدام بیا وروسته په ۲۰۰۶م کال کې محاکمه او اعدام شو. تر عراق وروسته، پیرو واشنګټن ته راغی او پر لوړ دندو وګومارل شو. په هغوی کې د سپینې ماڼۍ د څیړونکي په توګه کار هم شامل وو چې له بیلابیلو استخباراتي ادارو سره کار کوي.