1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لوږۍ په نهايي حالت کې ايتاليا ته رسيدلي مهاجرماشومان

۱۳۹۷ شهریور ۷, چهارشنبه

۲۷ تنه بې سرپرسته مهاجر ماشومان د ديچوتي په نوم يوې کشتۍ کې په داسې حال کې د ايتاليا په يوه ساحل کې کوز شوي، چې له ډيرې لوږې يې د بدن سکيلتونه راوتلي دي. له دوي څخه ځينې يې د بند پر وخت ټپيان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/33vye
Italy Europe Migrants
انځور: picture alliance/AP Photo

انفو مايګرنتس، چې د مهاجرو په اړه رپوټونو خپروي، د يو شمير غیردولتي موسساتو د کاروکونکو په  حواله خبر ورکوي چې د ايتاليا په بندري ښار کاتانيا کې د «ديچوتي» په نوم د يوې کشتۍ تر لنګر اچولو وروسته، له دغې کشتۍ څخه ۲۷ تنه ماشومان په داسې حال کې ښکته شول چې د خوراک د کمښت او ډيرې لوږې له وجې يې د بدن هډوکي ښکاريدل.

دغه ټول مهاجر ماشومان پرتله له کوم سرپرسته د سمندر پر خطرناکه لار اروپا پر لور راروان شوي ول. په دوی کې يو شمير يې د پښو د درد له وجې نه شوای کولای په سمه توګه په لاره وګرځي. يو بل مهاجر ماشوم چې په اړه يې ويل شوي له يوه کاله راهيسې په تياره کې بندي وو، سترګو يې نه شو کولاي په ښه توګه وګوري.

په يادو ماشومانو کې ۲۵ يې د ښکته عمر هلکان او دوه نورې يې نجوني دي. په دغې ډله کې بيا ټولو ضعيف ماشوم هغه يو ښودل شوی دی چې یوازې لس کيلوګرامه وزن يې درلود.

Italien Migranten verlassen Diciotti Rettungsschiff
دغه مهاجر ماشومان د خارښت په ناروغۍ اخته شوي ولانځور: Reuters/A. Parrinello

د غيردولتي موسساتو د کارکونکو په وينا د يوه ماشومان په اوږه باندې درد وو او هغه ځکه چې د بند پر وخت په ګولۍ لګيدلی وو. دغه راز په دوي کې درې نور داسې ماشومان هم ول چې د ټپونو له وجې يې پښې او لاسونه تړلي ول.

د فرانسې د بې پولې داکترانو او د «تي دي ايچ» په نوم آلمانۍ غيردولتۍ موسسې په حواله، دغه ماشومان د خارښت په ناروغۍ اخته شوي ول چې له اندازې ډير په ستړي ستومانه او مړاوي حالت کې ليدل کيدل.

له دغو مهاجرو ماشومانو له ډلې څخه ډيری ېې له يوه کال څخه ډيره موده د ليبيا په توقيف ځايونو کې ساتل شوي دي. ويل شوي چې دوي د توقيف پر وخت له جنسي آزار او اذيت او بد چلند سره مخ ول.

 د «تي اچ دي» غير دولتي ادارې يوې کارکونکې وويل: «کوم ماشومان چې مونږ موندلي دي په لاره د تلو پر وخت يې د بدن اسکلتونه ښکاريږي. تيره شپه تر ټولو لويه ستونزه چې مونږ ورسره مخ وو د ژبې مسئله وه. يوې کوچنۍ نجلۍ پرته پاتې نور ټول دغه مهاجر د اريتريا څخه دي. د «ام ایس اف» غیر دولتي موسسې روان پيژندونکي په دې توانيدلي دي چې د دغو مهاجرو ماشومانو له ډلې څخه له څو تنو سره يې مرکې وکړي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: