له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
روسیه په سوریه کې د برید تور ردوي
په کورنۍ جگړه ځپلي هیواد سوریه کې پر یوه روغتون او ښوونځي باندې د خونړي برید څخه وروسته، روسیې په دې تړاو ټول تورونه رد کړي دي. سوریایي فعالان د روسیې پر هوایي ځواک تور لگوي چې په ادلیب ښار کې یې یو روغتون ویجاړ کړی دی. د بې سرحده ډاکټرانو له لوري د دغه روغتون ملاتړ کیده. د سه شنبې په ورځ په مسکو کې د کرملین ویاند دیمتري پیسکوف ویلي دي چې دغسې تورونه د منلو وړ نه دي.
د پاکستان یوه ایالت د هندوانو ودونو ثبتولو اجازه ورکړه
د پاکستان په یوه ایالت کې د لومړي ځل له پاره د هندوانو د ودونو ثبتولو اجازه ورکړل شوه. لکه څرنگه چې پاکستاني رسنیو د سه شنبې په ورځ رپوټ ورکړی د پاکستان د سندهـ ایالتي پارلمان په دې تړاو یو قانون تصویب کړ. په پاکستان کې د شا او خوا درو میلیونو هندوانو لویه برخه په سندهـ ایالت کې اوسیږي. هندوان او عیسویان د دغه هیواد ستر مذهبي لږکي جوړوي.
ترکیې په سوریه کې کردي ملیشې خپل هدف گرځولی
د ترکیې د پوځي کړیو د معلوماتو له مخې د دغه هیواد پوځ په پرله پسې توگه په څلورمه ورځ په سوریه کې کردي ملیشې تر بمي بریدونو لاندې نیولي دي. زیاته شوې ده چې په دې ډول له سوریې څخه تر سره شوو فیرونو ته غبرگون ښوول شوی دی. تیره ورځ ترکیې کردي ملیشو ته له سخت غبرگون سره د مخامخ کیدو خبرداری ورکړی وو، که چیرې د سوریې په شمال کې خپل پرمختگ ته ادامه ورکړي.
د کډوالو د شمیر په هکله وړاندوینه رد شوه
د آلمان حکومت وایي چې په کومې وړاندوینې تکیه نه کوي، چې سږ کال به څومره مهاجر دې هیواد ته راشي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې اوسمهال دا ممکنه نه ده چې د ۲۰۱۶م کال کې په هکله یوه جدي وړاندوینه وکړي. همداشان د کورنیو چارو وزارت وړاندې ویلي دي چې د مهاجرو او کډوالو چارو د فدرالي ادارې ته یې په دې تړاو کومه سپارښتنه نه ده کړې.
په بلجیم کې لس شکمن افراطيان نیول شوي
په بلجیم کې د پلټنو په ترڅ کې لس شکمن کسان نیول شوي دي، چې په سوریه کې یې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» له پاره تبلیغ کاوه. د څارنوال په وینا دغه کسان د مولن بیک او په نورو درو ناحیو کې د چاپو په ترڅ کې نیول شوي دي. د پاریس د بریدونو سره د هغوی د تړاو په هکله کوم معلومات لا تر اوسه نه شته. د اټکلونو له مخې له بلجیم څخه سوریې او عراق ته شا او خوا ۵۰۰ تندلارې د جگړو له پاره تللي دي.