1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له حبيب الله رفيع سره د رابرت گيتس د سفر په اړه مرکه

۱۳۸۵ دی ۲۷, چهارشنبه

افغانستان ته د امريکا د دفاعي چارو د وزير رابرت گيتس د سفر په اړه له ښاغلي استاد حبيب الله رفيع سره نجيب الله زيارمل يوه ځانگړې مرکه کړې ده.

https://p.dw.com/p/DMpK
د امريکې د دفاع وزير رابرت گيتس او افغان ولسمشر حامد کرزی
د امريکې د دفاع وزير رابرت گيتس او افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: AP
»د پاکستان مداخله ورځ په ورځ د افغانستان په چارو کې زياتېږي. مخکې د دې مداخلې موخه يوزاې افغانان وو ليکن ورو ورو اوس په کې د امريکا او ناټو ځواکونه هم راښکېل شوي او د دوی تلفات په کې زيات شوي دي. په دې اساس امريکا اوس دې نتيجې ته رسېدلې ده چې په دې موضوع بايد جدي گام واخلي. زه فکر کوم چې د امريکې د دفاع د وزير راتگ لکه څنگه چې اعلان شوې ده په سيمه کې د امنيت د ټينگېدلو دپاره دی. په دې برخه کې اوس دوی ته بهتره معلومه ده چې ترهگر په پاکستان کې روزل کېږي او مسلح کېږي او افغانستان ته راستول کېږي.« حبيب الله رفيع