له جرمني څخه نور افغانان هم اخراج سول
۱۳۹۷ دی ۱۸, سهشنبهد جرمني خبري آژانس د کابل د نړيوال هوايي ډگر د مامورينو په حواله ليکلي دي چي د سه شنبې په سهار (۲۰۱۹م کال د جنوري ۸مه) کابل ته په رسېدلې الوتکه کي۳۶ افغان مهاجر سپاره ول.
دا له جرمني څخه د نه منلو سوو افغان مهاجرو د اخراج د لړۍ ۲۰ پرواز وو. دغه لړۍ د ۲۰۱۶م کال په ډسمبر مياشت کي پيل سوه.
د اخراج لړۍ په تيرو پروازونو کي تر اوسه پوري ۴۳۹ افغان مهاجر کابل ته اخراج سوي دي. د تيرکال په جولای مياشت کي په يوه ډله ايز اخراج کي چي ۶۹ مهاجر کابل ته ولېږل سول، يوه ئې ځان وواژه.
افغانستان ته د افغان مهاجرو اخراج ډېره جنجالي موضوع ده، ځکه د افراطي طالبانو او ترهگري ډلي داعش سره جگړه پراخه سوې ده.
څو ورځي وړاندي هغو راپورونو چي گويا ترمپ له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د يوې برخي د رايستلو لارښوونه کړې ده، هم اندېښنې زياتي کړې.
خو په عيني حال کي هڅه کيږي چي د افغانستان کړکېچ له سياسي لاري حل سي. تر اوسه پوري څو واري د امريکا متحدو ايالاتو او طالبانو استازو ملاقاتونه کړي دي.
پتېيل سوې ده چي سبا د چهارشنبې په ورځ(۲۰۱۹م کال د جنوري ۹مه) به د امريکا متحدو ايالاتو استازي په قطر کي له طالبانو سره دوه ورځنۍ غونډه پيل کړي.
زموږ له ارشيف څخه: