1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جرمني څخه د مهاجرو د اخراج پر پروسې نيوکه

۱۳۹۵ بهمن ۲۵, دوشنبه

د آلمان د اساسي قانون محکمې پخواني قاضي هنس يورګين پاپير، د حکومت له خوا د رد شويو مهاجرو د اخراج بهير پر چټکوالي نيوکه وکړه. خو هغه افغانستان ته د افغان مهاجرو له اخراج سره په بشپړه توګه مخالف نه دی.

https://p.dw.com/p/2XRp3
NSA-Untersuchungsausschuss - Hans-Jürgen Papier
انځور: picture-alliance/dpa/B. v. Jutrczenka

د آلمان د اساسي قانون محکمې پخواني قاضي نس يورګن پاپیر د مهاجرو د اخراج پروسې پر چټکوالي باندي انديښنه ښودلې ده. پاپير وويل: «موږ نه بايد خپل حقوقي او انساني معيارونه ليري وغورځوو. دغه معيارونه، د رد شويو مهاجرو اخراج په يو قانوني او عملي چوکاټ کې راولي».

پاپير د «اسنر فونک مدين ګروپه» ورځپاڼې ته ویلي دي چې دا درسته ده چې د اخراج بهير دې د امکان تر حده، په داسې يوې طریقې چې ټولو ته د منلو وړ وي، ترسره شي. هغه په خپلې مرکه کې وويل: «خو زه د دغې عقيدې په اړه خبردارۍ ورکوم، دا چې د اخراج چټک کيدل به هغه ستونزې هوارې کړي چې د مهاجرو د زياتيدو له امله رامنځ ته شوي دي».

خو د افغان مهاجرو اخراج له دې ټکي سره تړاو لري، چې آيا په هغو سيمو کې امن شته که نه. پاپیر په دې اړه وویل چې د رد شويو مهاجرو د بيرته استولو له پاره دا «ضروري نه ده چې يو ملک دې په بشپړه توګه امن وي».

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ مياشتې ۹ مه نيټه) د آلمان مرکزي او ايالتي حکومتونو په ګډه موافقه وکړه، چې د مهاجرو د اخراج بهير به چټک کړي. د حکومت دغه اقدام، د مهاجرو د ملاتړکوونکو بنسټونو له خوا تر سختو نيوکو لاندې راغلی دی.

د آلمان د مهاجرو د ملاتړ ادارې (پرو ازول) دغه اقدام ته «د ښه راغلاست فرهنګ د پای» نوم ورکړی دی. په ورته وخت کې د شنبې په ورځ (فبروري ۱۱ مه نيټه) افغانانو د آلمان په مختلفو ښارونو کې يو ځل بيا افغانستان ته د مهاجرو د اخراج پر ضد مظاهرې وکړې.

د آلمان د اساسي قانون محکمې پخواني قاضي د آلمان د «نظارت پر وضعيت» هم نيوکه وکړه، هغه وويل: «نظارت او څيړنې د امنيت د تامين په مانا نه دي» خو کولای شي د هيواد د عامو خلکو ژوند اغيزمن کړي. په دې ترتيب هغه په آلمان کې د امنيتي کامرو د زياتيدو په اړه خپله انديښنه څرګنده کړه.

پاپیر په دې اړه وویل: «موږ نه شو کولای ټولي پرانيستي سيمې خطرناکې وګڼو». نوموړي زیاته کړه: «زه کولای شم ووایم چې له امنيتي کامرو سره د هيواد د اکثريت وګړو حقوق نسبتا نقض کړل شوي دي.»

نور مطالب: