1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جرمني د ځوانو مجرمو مهاجرو د ژر اخراج غوښتنه

۱۳۹۶ دی ۱۱, دوشنبه

د جرمني د لوی اییتلافي حکومت پرسر د مقدماتي خبرو تر پیلیدو دمخه سوسيال مسيحي اتحاد د مجرمو مهاجرو په مقابل کي د سخت چلند غوښتنه کوي. دغه گوند په مونشن کي ویلي چي مجرم مهاجر باید ډیر ژر اخراج سي.

https://p.dw.com/p/2qBF3
Bayerns Innenminister Joachim Herrmann
انځور: Imago/M. Popow

د بایرن ایالت د کورنيو چارو وزير یوآخیم هِرمن د فونکه رسنیو گروپ ورځپاڼو ته ویلي دي چي په دې ډول سره به په جرمني کي  د اوسیدونکو اتباعو له پاره لاډیر امنیت رامنځته سي. هِرمن دا هم ومنله چي د ځوانو مجرمو مهاجرو د اخراجیدو په مقابل کي د اروپايي ټولني مقررات خنډ جوړوي او نه پریږدي چي هغوی ژر اخراج سي. خو دده په خبره که «د یوه مجرم ځوان او نابلغه کس خپلوان که د دوی په ټاټوبي کي نه وي، نو بیا باید هغوی د خپلو هیوادو چارواکو ته وسپارل سي، چي پالنه او غمخواري یې وکړي.»

خو اخراجیدل اکثرأ له خنډونو سره مخامخ کیږي، ځکه چي د مهاجرو ځيني اصلي هیوادونه په دې برخه کي همکاري نه کوي.

په همدې دلیل د بایرن ايالت د کورنيو چارو وزير له دغو هیوادونو سره د مهاجرو د بیرته لیږلو د تړونونو د معاملې پروخت د اخراج په برخه کي د ښې همکارۍ درامنځته کولو او په تړون کي د هغه د درجولو غوښتنه کوي.«طبعاً د ځوانو مجرمو مهاجرو په برخه کي هم.»

د کاندیل خونړۍ پيښي نوي بحثونه رامنځته کړل

هِرمن د راین لنډ فالڅ ایالت په کاندیل ښارکي تر یوې خونړي وژونکي پيښي وروسته د نابالغه ځوانو مهاجرو د سن معلومولو طبي معایناتو غوښتنه هم کړې وه. څو ورځي دمخه یوه شکمن افغان خپله ۱۵کلنه ملگرې په چاړه وهلې او وژلې ده. د پولیسو په حواله دغه افغان مهاجر د ۲۰۱۶م کال په پسرلي کي جرمني ته راغلئ، او ځان یې ۱۵ کلن معرفي کړی وو، خو پردې باندي شک دی چي دی به واقعاً۱۵کلن وي. تر دغي پيښي وروسته ځینو سیاستوالو د ځوانو مهاجرو د سن تعینولو په برخه کي د جدي مقرراتو غوښتنه وکړه.

د راتگ پروخت باید سن معلوم سي

د بایرن ايالت د کورنيو چارو وزير همدارنگه ویلي دي چي د سن تعینول او امتحانول باید په راتلونکي کي د یوه مهاجر د راتگ پر وخت لا په لومړي سر کي معلوم سي. د ده په خبره: «د مهاجرو او پناه غوښتونکو اداره او ایالتي پولیس باید د یوه شخص د سن معلومولو په هکله په پیل کي لا د طبي معایناتو له لاري دا مشخصه کړي چي ایا هغه واقعاً نابالغه دی او که یې یوازي همداسي ښوولی دی.»

هِرمن خپلو خبرو ته ادامه ورکوي او وايي، چي «د ځوانانو محلي ادارې باید یوازي هغه وخت د ځوانو نابالغو مهاجرو مسئولیت پرغاړه واخلي چي که هغوی واقعاً هم نابالغه وي.» هغه زياته کړه: «دا نه سي کیدلای، چي موږ یو څوک په جرمني کي د نابلغه شخص په توگه ومنو او ټوله امتیازات ورکړو، خو دا لا سمه معلومه نه وي چي هغه واقعاً څو کلن دئ.»