1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له بېکارۍ د اروپا تر ټولو لوړي چوکۍ پوري

۱۳۹۵ بهمن ۶, چهارشنبه

د آلمان د سوسیال دیموکرت ګوند مشر زیګمار ګابریل، غواړي چې د اروپا پارلمان پخوانی مشر مارتین شولڅ، د آلمان صدراعظمۍ ته ځان کاندید کړي. خو شولڅ د دغه هیواد په سیاست کې ډیر فعال نه وو.

https://p.dw.com/p/2WNSs
Deutschland Martin Schulz bei der SPD Bundestagfraktion
انځور: picture alliance/dpa/K. Nietfeld

«زیگمار گابریل د گوند په رئیسه هیئت کې مارتین شولڅ د سوسیال دیموکرات گوند له خوا په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې صدراعظمۍ ته پیشنهاد کړ: «دا چې موږ ټول په دی نظر یو چې د صدارت کاندید او د گوند مشري په یوه لاس کې وي، نو دا ښه ده چې زیگمار گابریل د گوند له مشرتوبه استعفاء اعلان کړي.»

دغه خبره د آلمان د سوسیال دیموکرات د پارلماني ډلې رئیس، توماس اوپرمن پرون په برلین کې خبریالانو ته وکړه. له دې اعلان سره اوس معلومه شوه چې په راتلونکي ستمبر مياشت کې د آلمان په پارلماني ټاکنو کې د سوسیال دیموکرات گوند له خوا څوک له صدراعظمي انگلا ميرکل سره سیالۍ ته اوږه ورکوي: مارتین شولڅ

خومارتین شولڅ څوک دی؟

د آلمان له سیاست سره د مارتین شولڅ اړیکه تر اوسه پور د ورسیلین، په جمله کې خلاصه کیدای شي. دا د اخن ښار په شمال کې د ۳۸۰۰۰ اوسیدونکو یو وړکي ښار دي. ۶۲ کلن شولڅ په همدې ښار کې لوی شوی او اوس هم په همدې ښار کې اوسیږي. هغه ۱۱ کاله د دغه ښار ښاروال وو، او له خپلې خور سرې يې هلته کتاب پلورنځی لاره. تر اوسه پورې شولڅ ډير زیات په اروپايي سیاست کې فعالیت درلود.

هغه د اروپا د پارلمان غړی، په اروپا کې د سوسیال دیموکرات گوند د ملي ډلي مشر او د اروپايي ټولني د سوسیال بلاک مشر وو. هغه له ۲۰۱۲م کاله بیا تر ۲۰۱۷م کاله پورې د اروپایي پارلمان رئیس وو. خو اوس هغه د آلمان د یوه ملي سیاستوال په توګه مطرح شوی دی.

مارتین شولڅ په ځوانۍ کې سختې ورځې لیدلی دي. د هغه پلار پولیس وو او دی د کور د پنځو ماشومانو تر ټولو کوچنی وو. هغه په تنکۍ ځوانۍ کې په الکولو اخته شو او ویې نه شوای کولای چې خپل ښوونځی بشپړ کړي. په شل کلنۍ کې هغه یو کال بیکاره شو. شولڅ اوس د خپلو سختو ورځو خبري کوي: «زه یو خوګ وم، او یو ښه زده کوونکی هم نه وم.»

خو شولڅ هغه وخت هم د سوسیال دیموکراتانو په ګوند کې فعاله وو. هغه بیا په ۳۲ کلنۍ کې د خپل ښار ښاروال شو. او هغه وخت د آلمان د نارد راین ویست فالن په ایالت کې تر ټولو ځوان ښاروال وو.

شولڅ ډیر وخت له سیاسي بحثونو نه تښتې او له همدې کبله ښايي د آلمان د کورنیو سیاسي چارو په اړه بحث په برخه کې د بیانولو له پاره یو څه تازه موضوعګانې ولري. هغه له «زیود دویچه څایتونګ ورځپاڼې» سره په یوې تازه مرکه کې ویلي دي چې اوس مهال عدالت او دیموکراسي له پوښتنو سره مخامخ دي. هغه زیاته کړې وه: « ناهیلتوب دیموکراسي له ګواښ سره مخامخوي. کله چې خلک دا احساس پیدا کړي چې دوی د ټولنې له پاره ډیر څه کوي او ټولنه د هغوی له پاره هیڅ هم نه ترسره کوي، د هغوی درناوی نه کوي نو دوی رادیکال کیږي. کله چې دیموکراسي د خلکو ساتنه وکړي نو هغوی بدیلونه لټوي.»

شولڅ د ښي اړخي عوامپالنې، په اړه هم څرگندې خبرې کوي. هغو په دې باور دی چه دغه پدیده باید د مباحثې له لارې له منځه ولاړه شي. هغه د روسیې په اړه هم واضح موقف لري او وایي چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر مشرۍ لاندې د روسیې کړه وړه، د منلو وړ نه دي. شولز په ۲۰۱۴ کال کې د اسرائیلو پارلمان ته په آلماني ژبه وینا وکړه او د دې هیواد د کورونو جوړولو پر سیاست باندې یې نیوکې وکړې. د هغه دې خبرو ته په غبرګون کې د اسرائیلو د پارلمان یو شمیر غړي له تالاره ووتل.

د شولڅ همدا کړه وړه ښايي د دې سبب شوي وي چې په آلمان کې د هغه شهرت ډیر شي. د وروستیو نظر پوښتنو له مخې هغه د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل په اندازه محبوبیت لري او د سوسیال دیموکراتانو د ګوند له مشر زیګمار ګبریل، څخه یې شهرت ډیر دی. اوس ګبریل غواړي چې شولز یې د ګوند په استازیتوب د آلمان په ټاکنو کې نوماند شي.