1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ایران څخه ۶۴ زره افغان کډوالو ایستل شوې

شعیب تنها شکران | عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ مهر ۱, جمعه

د طالبانو ادارې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې په تېره یوه میاشت کې ۶۴ زره افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي او یا هم په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4HFaD
د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې ایران ته ډیر شمیر افغانان په غیر قانوني ډول اوړي
د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې ایران ته ډیر شمیر افغانان په غیر قانوني ډول اوړيانځور: Ali Ihsan Ozturk/DVM/ABACAPRESS/picture alliance

د یاد وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، له دغو افغانانو څخه ۳۷ زره یې په خپله خوښه له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي او ۲۷ زره نور یې په جبري ډول د ایران د پولیسو لخوا تر نیول کیدو وروسته له دغه هيواد څخه ایستل شوې دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: «په دغو کسانو کې یو شمېر هغه کسان وه چې له ایران څخه یې ترکیې ته د قاچاقي لارو د سفر نیت درلود او ځيني نور بیا هغه کډوال دي چې په ایران کې يې بې قانوني اسنادو ژوند کاوه.»

له ایران څخه د افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه شوې

هغه زیاته کړه، د کډوالو چارو وزارت د بهرنیو بنسټونو په همکارۍ له اخراج شویو کډوالو سره مرسته کړې ده او په هغه صورت کې چې هغوی خپلو اصلي سيمو ته ستانه شي، د هغوی د اوسېدلو په سيمو کې به مرستي ورسره وشي.

خو هغه افغان کډوال چې له ایران څخه افغانستان ته تر سرحد اړول شوي دي، متفاوتي ادعاوي لري. د دغو اخراج شويو مهاجرو څخه فرزان وايي چې د ژمې په را رسیدو او په افغانستان کي د ژوندانه د اسانتیاوو د نه شتون له امله دوی ته ژوند کول خورا ستونزمن کار دی.

هغه دویچه ویله ته وویل: «په افغانستان کي کار نه شته او زه مجبوره شوم چې د ژوندانه د اقتصادي اړتیاو د پوره کیدو په موخه ایران ته ولاړم شم خو هلته ایراني پولیسو د کار پر مهال ونیولم او افغانسان ته ېې تر سرحد راواړولم. دلته هم چې راغلی یم نه مرسته راسره شوې ده او نه هم د ژوندانه شرايط راته تيار دي.»

له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو موضوع په یاد هیواد کي د میشتو افغانانو اندېښني لا زیاتي کړي دي.

له ايرانه راستانه کړل شوي کډوال څه وايي؟

طالبانو له دې وړاندي څو ځلې د ایران له حکومته غوښتي وه چې د افغان کډوالو د اخراج په پروسه کي له صبر څخه کار واخلې.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي څه موده وړاندې دویچه ویله ته ویلې وه: «له ټولو هېوادونو په تېره بیا له ګاونډي هېواد ایران څخه زموږ هیله دا ده چې د کډوالو د اخراج په پروسه کي صبر وکړي، ځکه دوی له ډېرو کلونو راهیسې زموږ د افغان کډوالو کوربه توب کړی نو غوره ده چې د ښه ګاونډیتوب او بشري حقونو ته مهرباني په پام کې ونیسې.»

د ایراني چارواکو په خبره په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې د افغان کډوالو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید مجيد میراحمدي په دې وروستيو کې دولتي رسنیو ته ویلي دي چې په ایران کې د افغان کډوالو شمېر ۴،۳ تر ۴،۵ میلیونو پورې رسیږي.

آرشیف انځور: د ایران افغانستان  پر پوله افغان کډوال
آرشیف انځور: د ایران افغانستان پر پوله افغان کډوالانځور: Muhammad Arif Sarwari/AP Photo/picture alliance