1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ایدزه د تل له پاره خلاصېدو درملني نوی کشف

۱۳۹۴ اسفند ۵, چهارشنبه

دوو آلماني څېړونکو ویلي دي چې د ایدز ناروغۍ د قطعي درملنې یوه نوې لار یې موندلې ده. د درملنې د دې شیوې له مخې په HIV اخته حجرې د DNA د ځانګړو انزایمونو په کاروني بیلیږي او ناروغ د تل له پاره ښه کیږي.

https://p.dw.com/p/1I11I
20.11.2015 DW fit & gesund HIV

د «نیچر بایوتکنالوژي» مجلې د رپوټ په حواله، د درسدن پوهنتون او د هامبورګ د هاینریشن انستیتیوت دوو آلماني څېړونکو د ایدز ناروغۍ د درملنې یوه نوي لار موندلې ده.

دغه دوه څېړونکی فرانک یوخهولتس او یواخیم هاویر، نومیږي. هغوی په خپره شوې مقاله کې په دې اړه خبري کړي دي چې څرنګه یې څېړنې کولای شي چې ایدز ناروغانو درملنه وکړي.

تر اوسه پوري څېړونکي په دې نه ول توانیدلي چې د ایدز ناروغي په بشپړه توګه درملنه وکړي ځکه د تر اوسه پوري کاریدونکو شیوو په پایله کې بیا هم د ناروغ په بدن کې د HIV وایروس پاته شوي پاتېدل. اوس په ایدز اخته ناروغان یوازي داسي درمل خوري چې په بدن کې د دغي ناروغۍ د پرمختګ مخه نیسي خو دغه درمل په بشپړه توګه د ایدز ناروغي له منځه نه وړي.

فرانک یوخهولتس او یواخیم هاویر، په خپره شوې مقاله کې ویلي دي چې داسي انزایمونه یې تربیه کړي دي چې په مرسته یې کیدای شي ځانګړو حجرو ته لاسرسی وشي او هغه چې د ایدز په وایروس اخته وي له نورو بیل کړي.

د دوو څیړونکو په حواله کشف شوی انزایم چې Rekombinase Brec 1 نومول شوی دی آن کولای شي چې د بیلو شویو حجرو سرونه یو له بل سره وصل کړي.

د «نیچر بایوتکنالوژي» مجلې دغه کشف د ایدز ناروغۍ د بشپړي درملني په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.

د درملنې دغه شیوه لا تر اوسه پوري په آزمایښتي مرحله کې ده. دواړه څېړونکي اوس غواړي چې خپل کشف د انسان په بدن کې هم و آزمويي.

د هاویر په حواله د لومړنۍ آزموینې له پاره ۱۰ داوطلبه ناروغانو او همداراز ۱۵میلیونه یورو ته اړتیا شته. هغه ویلي دي چې د بشپړو لومړنیو پایلو ترلاسه کولو له پاره لا کلونو وخت ته اړتیا شته.