1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ايرانه د سوريې په کنفرانس کي د ګډون بلنليک بيرته واخيستل سو

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۱, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو اعلان کړی دی چي د سوريې د سولي په کنفرانس کي له ايران څخه بلنليک بيرته واخيستل سو. د دې کار دليل د ايران له خوا د ژنيو د لومړي کنفرانس د بيانيې نه منل ښوول سوی. ايران مخکي دغه کنفرانس ته وربلل سوی وو.

https://p.dw.com/p/1Au6z
انځور: imago/Xinhua

د ملګرو ملتونو يوه وياند مارتين نسيرکي، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۰) په واشنګټن کي د يوې بيانيې په خپرولو سره اعلان کړی دی، چي دغه سازمان له ايران څخه خپل بلنليک بيرته اخيستی دی.

تر دې يوه ورځ دمخه د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ايران اسلامي جمهوريت دغه کنفرانس ته وربللی وو. هغه د دغه کار دليل دا ښوولی وو چي ايران د سوريې په بحران کي د «رغنده او مثبت» رول لوبولو ته ليوال دی. بان کي مون په تيرو ورځو کي ويلي ول چي ايران د سوريې په اړه د ژنيو لومړی کنفرانس، د دوهم کنفرانس د يوې پايې له پاره په رسميت پيژني.

د ايران له بلني سره مخالفت

د سوريې د سولي کنفرانس ته د ايران وربلنه د سوريې د مخالفانو او امريکا متحده ايالاتو له مخالفت سره مخامخ سوه. د سوريې د ملي ايتلاف يوه غړي تيره ورځ اعلان وکړ، چي که د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په دغه کنفرانس کي د ايران له ګډون څخه تير نه سي دوی به دغه کنفرانس تحريم کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت یوه چارواکي هم تيره ورځ اعلان وکړ چي امريکا متحده ايالات په دې تمه دي چي د ايران بلنه لغو سي. د امريکا دغه چارواکي زياته کړې ده چي د ايران کړو وړو د سوريې کړکېچ نور هم ژور کړی دی او د ژينو په دوهم کنفرانس کي به د ايران ګډون د بحران له ختمولو سره مرسته نه وکړي.

له ايرانه د بلنليک د بيرته اخيستلو دليل

د ملګرو ملتونو وياند مارتين نسيرکي، وايي چي له ايران څخه د بلني بيرته اخيستلو دليل د دغه هيواد له خوا د ژنيو د لومړي کنفرانس د بيانيې نه منل دی.

د ژنيو اعلاميه چي د ۲۰۱۳ کال په جون مياشت کي صادره سوه، پرنورو سربيره په سوريه کي د انتقالي دولت پر جوړولو باندي پکښې ټينګار سوی دی. دغه راز د ژنيو په لومړی کنفرانس کي هم ټينګار سوی وو، چي په انتقالي دولت کي به بشارالاسد او هغه ته نژدې کسان ونډه ونه لري. خو ايران او سوريې اعلان وکړ چي له دغه وړانديز سره مخالف دي.

د ملګرو ملتونو ويان وويل چي ايران مخکي د ژنيو د لومړي کنفرانس د هدفونو ملاتړ کړی وو، خو په دې اړه د ايران د اسلامي جمهوريت چارواکو وروستۍ خبري «په زړه پوري» نه دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د بلنليک د ترلاسه کولو خبره تاييد کړه، خو دا يې هم وويل چي په دغه کنفرانس کي به د ګډون له پاره هيڅ ډول شرط و نه مني.

په ملګرو ملتونو کي د ايران استازي محمد خزايي، هم تيره ورځ اعلان وکړ چي هيواد به يې په هيڅ صورت کي په دغه کنفرانس کي د ګډون په موخه کوم شرط و نه مني.