1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه نور امریکايي عسکر نه وزي

afp,dpa,rtr۱۳۹۴ فروردین ۵, چهارشنبه

په افغانستان کي خراب امنيتي وضعيت ته په کتو سره افغان چارواکو له امريکا څخه هيله لرله چي د خپلو عسکرو د ايستلو په برخه کي انعطاف پذيره اوسي. اوس امریکايي چارواکي غواړي دغه غوښتنه ئې ومني.

https://p.dw.com/p/1ExA8
انځور: picture-alliance/epa/O. Douliery

په واشنگټن کي د امریکا متحدو ايالاتو د جمهور رئيس او افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملاقات مهمه موضوع په افغانستان کي د ناټو تر جنگي ماموريت وروسته دغه هيواد ته پراختيا ورکول وه.

د ناټو جنگي ماموریت د ۲۰۱۴م کال د دسمبر مياشتي په پای کي تر ۱۳ کاله وروسته ختم سو. له هغه راهيسي په افغانستان کي امنيتي وضعيت نور هم خراب سوی دئ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپل هيواد امنيتي وضعيت ته په کتو سره له امريکا متحدو ايالاتو څخه وغوښتل چي د خپلو عسکرو د ايستلو په برخه کي انعطاف پذيره اوسي او اوس سپينه ماڼۍ غواړي چي دغه غوښتنه ومني.

په پلان کي ول چي په افغانستان کي د مېشتو نزدې ۹۸۰۰ امريکايي عسکرو نيمايي برخه به ئې د روان ميلادي کال تر پايه پوري له افغانستان څخه ايستل سوي وای.

اوباما اوس تر خپل دغه پلان تير سو او تيره ورځ ئې له غني سره تر ملاقات وروسته وويل چي د روان کال تر پايه پوري به له افغانستان عسکر و نه وزي. دوی ويلي دي چي په راتلونکو مياشتو کي به د افغانستان وضعيت له سره وڅېړي.

اوباما له غني سره تر ملاقات وروسته په يوه گډ خبري کنفرانس کي وويل چي امريکايي عسکر به له افغانستان څخه گام په گام راووزي او زياته کړې ئې ده چي د بشپړه وتلو وخت به چي د ۲۰۱۶م کال اخيره ده بدلون و نه مومي.

۸۰۰ ميليونه مرسته

په دغه ملاقات کي دغه راز موافقه وسوه چي تر ۲۰۱۷م کاله پوري به د امريکا متحدو ايالاتو په مالي ملاتړ افغان پوځ ۳۵۲۰۰۰ ته ورسيږي.

د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کيري د اصلاحاتو او پراختيا په برخه کي له غني سره د ۸۰۰ ميليونو ډالرو مرستي ژمنه وکړه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کي د امریکايانو له قربانيو مننه وکړه. په دغه ۱۴کلن دوامداره جنگ کي ۲۲۱۵ امريکايي عسکر ووژل سول او تر ۲۰۰۰۰ زيات ټپيان سوي دي.

افغان او امريکايي عسکر د ماموريت بيرغ د راکښته کولو پرمهال
افغان او امريکايي عسکر د ماموريت بيرغ د راکښته کولو پرمهالانځور: picture alliance/ZUMA Press