1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل به ناوړي پايلي ولري»

۱۳۹۵ بهمن ۵, سه‌شنبه

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي چي که د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ دا پريکړه وکړي چي له افغانستان څخه خپل ځواکونه باسي، په افغانستان کي به وضعيت نور هم خراب سي.

https://p.dw.com/p/2WIQe
Russland Zamir Kabulov Abgesandter für Pakistan
انځور: imago/Pak Images/I. Dean

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړي استازي ضمير کابلوف د انترفکس خبري آژانس هغه غوښتني ته چي د طالبانو له خوا ترمپ ته د پرانيستي ليک د لېږلو په اړه خپل نظر څرگند کړي، ويلي دي چي که ترمپ دغه شان پريکړه يعني له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو پريکړه وکړه وضعيت به ډېر خراب سي.

افغان وسله والو طالبانو دوې ورځي مخکي د يوې وينا پاڼي په خپرولو سره د امريکا متحدو ايالاتو پر نوي جمهور رئيس دونالد ترمپ ږغ کړی وو چي له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

کابلوف ويلي دي: «تر هغه ځايه پوري چي ماته معلومه ده، ترمپ د ځواکونو د ايستلو په اړه فکر نه کوي، چي دا منطقي هم ده، ځکه که هغه په اوسنيو شرايطو کي د خپلو ځواکونو د ايستلو پريکړه وکړي، نو هرڅه له خاورو سره خاوري کيږي. موږ په دې اړه په وارو وار څرکندوني کړي دي.»

د هغي پوښتني په چي جواب کي چي آيا په افغانستان کي د ستونزو په اړه د امريکا د نوي ادارې او مسکو ترمنځ اړيکي نيول سوي دي، ضمير کابلوف وويل: «د افغانستان د ستونزو په اړه مو تر اوسه پوري له امريکايانو سره اړيکي نه دي نيولي، ځکه يو ځانگړی هدف روښانه نه وو.» هغه زياته کړه: «موږ تر اوسه پوري د ديالوگ له پاره شريک نه لرو.»

د ضمير کابلوف په خبره «دونالد ترمپ ته له زړې ادارې يو ناوريني حالت په ميراث پاته سوی دئ او دا به د هغه له پاره د سر درد وي.»

هغه زياته کړې ده: «امريکا متحدو ايالاتو په افغانستان کي ډېر پيسې بې ځايه مصرف کړې چي پوښته ئې بايد له هغو کسانو څخه وسي چي دغه شان يو سياست ئې پر مخ وړی.»

نور مطالب