1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له افغانانو سره د اختر تیرولو په موخه افغانستان ته راغلی یم»

سید ریاض۱۳۹۲ مهر ۲۳, سه‌شنبه

ځوان سندرغاړي شفیق مرید له کورنۍ او خپلو مینه والو سره د اختر تیرولو په موخه افغانستان ته تللی دی. هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې غواړي له افغانستان بهر کنسرتونه ورکړي.

https://p.dw.com/p/19zsF
انځور: DW

شفیق مرید چې د افغانانو په منځ کې د وطن پالنې او مینې په هکله سندرو له کبله شهرت لري د دویچه ویله له لارې افغانانو ته د اختر مبارکي وویله. هغه چې په وروستیو وختونو کې کله په امریکا متحده ایالاتو او کله هم په افغانستان کې اوسیږي اوس د اختر په شپو او ورځو کې کابل ته تللی دي. مرید وویل: «افغانستان ته مې د سفر موخه له خپلو هیوادوالو او کورنۍ سره د اختر یو ځای لمانځل دي.»

مرید په ډیر کم وخت کې د افغانانو تر د یوه ځوان خو پاخه سندرغاړي په توگه ډیر مینوال پیدا کړي دي. هغه د هیواد، مینې، یووالي او... په اړه په پښتو او دري ژبو سندرې ویلي دي. د هغه وروستۍ سندره په هزاره گي لهجه وه چې ډیره وستایل شوه. کله چې مو له مرید خخه وپوښتل چې نوې سندرې یې اوریدای شو، هغه وویل: «پر نویو سندرو باندې کار کوم او چې بشپړې شي بازار ته به یې وړاندي کړم.»

د مرید په وروستي البوم کې چې «د افغانستان د مرید» تر نوم لاندې خپور شو د مور په اړه له سندرو نیولې بیا د پولیسو او ښوونکو په اړه سندرې شاملې وې. هغه د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د همدې البوم خپریدو پر مهال کنسرتونه هم ورکړل: «په دغه البوم کې ما د ملي اردو له پاره، د معلم د مقام له پاره، د ښځې له پاره، د مور له پاره، د ماشوم له پاره او د بیا رغاونې له پاره سندرې ویلي دي.»

ایا مرید نوي کنسرتونه لري؟

شفیق مرید وویل چې په اوسني وخت کې یې په افغانستان کې کوم کنسرت نه دی پلان کړی. خو هغه زیاته کړه چې په پام کې لري چې په راتلونکي وخت کې په هر هغه هیواد کې چې افغانان په کې میشت دي کنسرتونه ورکړي. خو هغه د دغه کنسترونو وختونه ځکه مشخص نه کړل چې په خبره یې د موسیقي ډله یې د ویزې د ترلاسه کولو په برخه کې له یو څه ستونزو سره مخامخ شوې ده. مرید وویل: «دغه ستونزه چې حل شي نو د نویو کارونو او نوي موسیقي سره به خپلو هیوادوالو ته کنسرتونه وړاندې کړم.»

«د افغانستان مرید»

شفیق مرید چې ډیر وخت خپل ځان ته د افغانستان د مرید خطاب کوي وویل چې دغه لقت ورته خلکو ورکړی دی. هغه زیاته کړه چې دی به هڅه وکړي چې دغه نوم وساتي او د هیوادوالو له پاره به هغه سندرې ووایي چې د سولې پیغامونه له ځانه سره ولري: «زه غواړم چې د ټولو خلکو ذوق په پام کې ونیسم او د هر ذوق د خاوند له پاره سندرې ووایم.»

مرید نه یوازې دا چې پخپله سندرې وایي بلکه ډیرو نورو ځوانو سندرغاړي ته نوي کمپوزونه هم جوړوي او وايي چې دغه کار ته به دوام ورکړي. دغه ځوان سندرغاړی روښانوي چې د هر هغه سندرغاړي کار یې خوښ دی چې د افغانستاند سولې او یووالي له پاره سندري وايي. دی په دې برخه کې د افغانستان د نامتو سندرغاړي فرهاد دریا نوم اخلي او ټینگار کوي چې له همدې کبله یې د دغه باتجربه سندرغاړي هنري اثرونه خوښ دي.