1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له آلمان څخه یوه بله ډله رد شوي افغان مهاجر اخراجیږي»

۱۳۹۸ مرداد ۳, پنجشنبه

افغان چارواکو ويلي دي چي راتلونکې اونۍ به له آلمان څخه نور افغان مهاجر اخراج شي. هغوی يې د تعداد په اړه څه ويلي نه دي. تر اوسه پورې له آلمان څخه ۶۰۰ رد شوي افغان مهاجرین افغانستان ته اخراج شوي دي.

https://p.dw.com/p/3MjPC
Deutschland Abschiebung von Asylsuchenden nach Afghanistan
انځور: picture alliance/dpa/B. Roessler

د آلمان خبري آژانس د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د يوه چارواکي له قوله ليکلي دي چي د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ به يوه بله ډله رد سوي افغان مهاجر کابل ته اخراج سي.

دغه چارواکي چي د پنجشنبې په ورځ یې ياد خبري آژانس ته دغه معلومات ورکړي دي، نه دي ويلي چي څومره کسان به په دې پرواز کې افغانستان ته اخراج سي.

د ۲۰۱۶م کال له ډسمبر مياشتې راهيسې په ۲۵ پروازونو کې ۶۰۰ نارينه افغان مهاجر له آلمان څخه افغانستان ته اخراج سوي دي.

خو له آلمان څخه افغانستان ته د رد شوو افغان مهاجرو د اخراج موضوع جنجالي ده. د آلمان د ځينو ايالتونو چارواکي د رد سوو افغان مهاجرو پر اخراج باندې ټينگار کوي، خو ځينې سياستوال بيا وايي چې د افغانستان امنيتي وضعيت ته په کتو سره بايد مهاجر دغه هيواد ته اخراج نسي.
N.Z/K.H(dpa)