1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه د نورو افغان مهاجرو اخراج

۱۳۹۷ فروردین ۶, دوشنبه

آلمان غواړي چي کابل ته د رد سوو افغان مهاجرو د اخراج لړې جاري وساتي. خو د مهاجرو د ملاتړ سازمان پرو ازيول، پر دغه اخراج سختي نيوکي کوي.

https://p.dw.com/p/2uyip
Deutschland Abschiebeflug vom Flughafen Leipzig-Halle nach Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

د رسنيو د راپورونو له مخي آلمان پتېيلې ده چي د دوشنبه په ماښام (د ۲۰۱۸ کال د مارچ ۲۶مه نېټه) له آلمان څخه يوه بله الوتکه کابل ته ولېږي چي له آلمان څخه رد سوي افغان مهاجر به پکښې سپاره وي. د آلمان حکومت وايي چي په افغانستان کي ځيني داسي سيمي سته چي امنيتي وضعيت پکښې سم دی او رد سوي افغان مهاجر پکښې مېشته سي.

د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي افغان چارواکو دا خبره تائيد کړې ده چي ورته د آلمان له لوري حال ورکول سوی چي د سه شنبې په ورځ سهار وختي به يوه الوتکه کابل ته ورسيږي. زياته سوې چي په دغه الوتکه کي به افغان مهاجر سپاره وي. خو دا چي د دغو مهاجرو شمېر به څو وي په هکله يې افغان چارواکو معلومات نه دي ورکړي.

له بل اړخه د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان (پرو ازيول) د دوشنبې په ورځ د پلان سوي افغانانو د اخراج پر ضد خپل ږغ پورته کړی دی. ياد سازمان په فرانکفورت ښار کي پر هغه عمل سختي نيوکي وکړې چي له مخي یې افغان مهاجر بېرته افغانستان ته لېږدول کيږي.

پرو ازيول د افغانانو د اخراج په تړاو د آلمان د حکومت پاليسي «په بشپړه توګه نامعقوله» بللې ده. ياد سازمان ويلي دي چي په افغانستان کي امنيتي وضعه دومره خرابه ده چي د پنجشنبې په ورځ د آلمان پارلمان اکثريت په افغانستان کي خپل پوځي ماموريت تمديد او لا پراخ کړ. دوي ويلي دي چي د حيرانتيا ځای دا دی چي له يوې خوا هلته پوځي ماموريت تمديديږي، له بلي خوا افغان مهاجر د جگړو سیمو ته اخراجيږي.

پرو ازيول غوښتنه کړې ده چي افغانستان ته د مهاجرو اخراج په سمدلاسه توګه ودرول سي. دغه سازمان غوښتنه کړې ده چي د آلمان حکومت بايد ژر تر ژره د افغانستان د وضعيت په تړاو خپل راپور وړاندي کړي چي له مياشتو راهيسي يې تمه کيږي.

د پرو ازيول سازمان رئيس ګيونتر بُرخاردت ويلي دي چي دا له رسوايي ډکه خبره ده چي د يوې افسانې پر اساس چي ګواکي په افغانستان کي امن سيمي سته، انسانان اخراجيږي. بُرخاردت زياته کړې ده چي دغه اخراجونه د آلمان د حکومت له خوا د افغانستان د امنيتي وضعې د يوې داسي ارزونې پر اساس تر سره کيږي چي په وينا يې ډېره «زړه» ده.

د آلمان د زاکسن او زاکسن انهالت ايالتونو د مهاجرو شوراؤ ويلي دي چي افغانستان ته د انسانانو په اخراج سره، د هغوی ژوند له ګواښ سره مخامخ کيږي. يادو شوراوو په مشترکه اعلاميه کي په لايپڅيګ هله هوايي ډګر کي د افغان مهاجرو د اخراج پر ضد احتجاج رابللی.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر له دويچه ويله سره په يوه ځانګړې مرکه کي دا منلې وه چي افغانستان د بېرته ورلېږل سوو مهاجرو د ادغام له پاره امکانات نه لري.