1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه د افغان مهاجرو پر اخراج نوی جنجال

۱۳۹۵ اسفند ۴, چهارشنبه

د راپورونو له مخي کيدای شي یو شمیر نور افغان مهاجر نن چهارشنبه په ډله ایزه توگه له آلمان څخه افغانستان ته واستول شي. د حکومت پر دغه اقدام له هري خوا نیوکي کیږي. ځيني «افغانستان خوندي» نه گڼي.

https://p.dw.com/p/2Y1UM
Deutschland Demo gegen die Abschiebung von Flüchtlinge nach Afghanistan in Berlin
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS.com/O. Messinger

د آلمان د زرغون گوند مخکښي سیاستوالې کاترین گورینگ ایکاردت، «پساور نوېن پرسه» ورځپاڼي ته د چهارشنبې په ورځ ویلي دي: «افغانستان خوندي نه دی، دا خبره یوازي د کډوالو له پاره د ملگرو ملتو عالي کمیسارۍ «یو ان اچ سي آر» نه کوي، بلکې په وروسیتو وختونو کې دوه واري په ډله ایزو توگه د افغانانو اخراجولو هم وښوده.»

په پارلمان کې د سوسیال دیموکرات گوند د بشري حقونو د سیاست ویاند، فرانک شوابه هم د حکومت پر دغه اقدام نیوکه کړې ده. هغه د آلمان د رسنیو څانگې ته په مرکه کې دا اقدام له عوامپالو سره د سر ښورولو په  توگه وگاڼه او وویل چې دا د «بشري کرامت له لحاظه د پوښتنې وړ خبره ده او ډير زیات لگښت لري.»

د آلمان په پارلمان یا بوندستاگ کې د مسیحي دیموکرات/ مسیحي سوسیال د بشري حقونو د چارو ویاند میشایل براند هم یو ډول مشکوکې څرگندونې کړي دي. د مسیحي دیموکرات دغه سیاستوال په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې باید هره قضیه په دقت سره په نظر کې ونیول شي. 

هغه زیاته کړې ده: «په عمومي توگه نه افغانستان ته اخراج غیر ستونزمن دی او نه هم په عمومي توگه د اخراج درول مناسب دي.» د نوموړي په خبره څوک چې په سیاسي توگه تر تعقیب لاندې وي باید خوندیتوب تر لاسه کړي. خو هغه یادونه کړې ده چې د اخراج پروسې درولو د سگنال اغیز به پر هغو افغانانو هم وي «چې په جرات سره په خپل هیواد کې تر سختو شرایطو لاندي د آزادۍ او بیا رغاونۍ له پاره پیاوړې هڅې کوي.»

د آلمان په پارلمان کې د زرغون گوند د مهاجرو چارو کارپوهي لویزه امتسبېرگ، د آلمان د کورنیو چارو پر وزیر توماس دیمیزیر په سمه توگه د امنیتي وضعیت د نه روښانه کولو تور لگولی دی. امتسبېرگ په خپلو څرگندونو کې ویلي دي: «افغانستان خوندي نه دی، او هلته د مهاجرو اخراج نسبتا غیر مسوولانه او ناسم کار دی.»

د هغې په خبره له دې کبله «دا خبره مهمه او سمه ده چې شلیسویگ هولشټاين د مهاجرو اخراج درولی او په ایالتونو کې زرغون گوند د آلمان د بهرنیو چارو له وزیر زیگمار گبرایل څخه غوښتي دي چې د افغانستان امنیتي وضعیت له سره و ارزوي.»

په عین وخت کې د آلمان د بایرن ايالت د کورنیو چارو وزیر یوآخیم هېرمن، له «پساور نوین پرسه» ورځپاڼي سره په خبرو کې ویلي دي چې د دوی ایالت به افغانستان ته د مهاجرو په اخراج کې په راتلونکي کې هم ونډه ولري.

هغه زياته کړې ده: «د آلمان د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو ارزوني چې په افغانستان کې د میشت آلماني پوځ پر معلوماتو او تجربې باندي ولاړي دي خوندي ولایتوتونو ته د بیرته ستنیدو اجازه ورکوي.»

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: