1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه د اخراج سوو افغانانو الوتکه کابل ته ورسیده

۱۳۹۷ فروردین ۷, سه‌شنبه

په افغانستان کې د زورزیاتیو پیښو پر زیاتیدو سربیره آلمان بیا هم د رد سوو افغان مهاجرو یوه بله ډله دغه هیواد ته واستوله. دا یولسم وار دی چې رد شوي افغانان په ډله ایزه توګه خپل هیواد ته استول کیږي.

https://p.dw.com/p/2v2TN
Afghanistan Kabul abgeschobene Asylbewerber kehren zurück Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad

د رد سوو پناه غوښتونکو د چارو اړونده د یوه سازمان استازي د آلمان خبري آژانس ته دا خبره تائید کړه چې هغه الوتکه چې د لایپزیګ -هاله څخه یې الوتنه کړې وه د سه شنبې سهار د اتو بجو په شاوخواکی کابل ته ورسیده. دا چی په دغه الوتکه کی به څومره مهاجر وو، په دې اړه لا څه نه دي ویل سوي. دا د ۲۰۱۶و کال د دسمبر میاشتې راهیسي یوولسمه ډله ده چی افغانستان ته استول کیږي. تر دې دمخه په تیرو الوتنو کې آلمان ۱۸۸ تنه نارینه افغان مهاجر بیرته خپل هیواد ته استولي دي.

د ۲۰۱۷ کال په می میاشت کې په کابل کې د آلمان د سفارت مخی ته تر خونړي برید وروسته د آلمان حکومت یوازې هغه کسان استوي چې د جرمونو مرتکب شوي وي، د آلمان امنیت ته خطر انګیرل کیږي او یا هم آلماني چارواکو ته د خپل اصلي هویت له ښوولو څخه ډډه کوي.