1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه اخراج شوي افغان مهاجر کابل ته ورسیدل

۱۳۹۵ آذر ۲۵, پنجشنبه

د پنجشنبې په ورځ له آلمان څخه ۳۸ دیپورت شوي افغانان کابل ته ورسیدل. د رپوټونو له مخې دغه لومړۍ ډله ده چې د افغانستان او آلمان د حکومتونو تر منځ د رامنځ ته شوي تفاهم له مخې رد شوي مهاجر بیرته لیږدول کیږي.

https://p.dw.com/p/2UIIF
Afghanistan Sammelabschiebung Flüchtlnge Ankunft in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

په زرونو افغانانو د منځني ختیځ د مهاجرو په څیر په ۲۰۱۵م کال کې اروپا ته مخه کړه. د آلمان د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۶م کال کې د سوریايي مهاجرو وروسته په دغه هیواد کې د مهاجرو دوهمه ستره ډله افغانان دي.

په کابل کې د رویټرز خبري آژانس خبریال په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې یوې چارتر الوتکې ۳۸ افغانان چې ټول نارینه وو د فرانکفورت له هوایي ډگر څخه د کابل هوایي ډگر ته رسولي دي. 

مداد ناصري چې په وینا یې درې کاله یې په آلمان کې ژوند کړی دغه خبري آژانس ته ویلي دي: «سهار وختي وو او زه بیده ووم چې څلور پولیس زما کور ته راغلل او ویې نیولم.» دغه کس چې خپل کوچنی بېگ ورسره وو زیاته کړه: «ما هیڅ چانس نه لاره چې خپل کالي، موبایل تلیفون او لېپ ټاپ راوخلم، ټول راڅخه پاتې شول.»

د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې ویلي دي چې د رد شوو کسانو د استولو لړۍ د هغه یوه چار چوکاټ له مخې پرمخ وړل کیږي چې له افغانستان سره پرې د اکتوبر میاشتې کې تفاهم شوی دی. خو ځیني خبري آژانسونو کابل ته د اخراج شوو افغان مهاجرو شمیر بیا ۳۴ تنه ښوولی دی.

خو دغه تفاهم په وروستیو اوونیو کې د آلمان په ځینو ځایونو کې احتجاجونه راپارولي دي. انتقاد کوونکي وایي چې افغانستان خوندي هیواد نه دی او بیرته ستنیدونکي کسان ښایي له غچ اخیستنې سره مخامخ شي. هغه کسان چې ښایي بیرته افغانستان ته واستول شي شمیر یې ۱۲۵۳۹ تنه ښوول شوي دی.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدو چارو وزارت وایي چې دغه وزارت به له راستنیدو کسانو سره خپلو کورونو ته د بیرته ستنیدو په برخه کې مرسته وکړي.

محکمې د یوه افغان لیږل رد کړل

د آلماني رسنیو د رپوټونو له مخې له فرانکفورت څخه د کابل د هوایي ډگر پر لور د الوتکې د الوتنې تر مخه د آلمان د اساسي قانون محکمې د یوه ۲۹ کلن افغان مهاجر په قضیه کې د ځانگړې شرایطو له مخې د هغه دیپورتول رد کړل. په دغه استثنایي قضیه کې د مهاجر پر غوښتنلیک باندې تر پریکړې پورې د هغه د نه استولو حکم شوی.

دغه افغان مهاجر ۳۰ میاشتې وړاندې په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې وه او په نزدې وخت کې یې یوه بله عریضه وړاندې کړې وه چې پکښې ویل شوي وو چې په افغانستان کې د خراب امنیتي وضعیت له کبله بیرته نه شي ستنیدای. د آلمان د اساسي قانون محکمې ویلي دي چې د دغه کس پر عریضه باندې د پریکړې تر وخته هغه افغانستان ته نه شي لیږدول کیدی. 

خو محکمې د یوه بل افغان مهاجر غوښتنلیک رد کړی چې د خپل دیپورت پر ضد یې د یوه امر غوښتنه کړې وه.