1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه زیات پناه غوښتونکي اخراج شوي دي

۱۳۹۷ آذر ۲۰, سه‌شنبه

په روان کال کې د آلمان نورد راین ویستفالن ایالت د نورو ایالتونو په پرتله ډیر رد شوي پناه غوښتونکي خپلو اصلي هیوادونو ته اخراج کړي دي. له دغه ایالت څخه تر اکتوبر میاشتې پورې شاوخوا پنځه نیم زره کسان اخراج شوي.

https://p.dw.com/p/39ram
Abschiebung abgelehnter Asylbewerber
انځور: picture-alliance/dpa/P.Seeger

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د رسمي شمیرو له مخې په روان میلادي کال کې نورد راین ویستفالن د دې هیواد د نورو ایالتونو په پرتله ډیر رد شوي مهاجر یا خپلو اصلي هیوادونو او یا دریمګړي هیواد ته اخراج کړي دي.

د شمیرو له مخې د روان میلادي کال له جنوري تر اکتوبر میاشتې پورې له نورد راین ویستفالن ایالت څخه په مجموعي توګه پنځه زره او ۵۴۸ تنه رد شوي پناه غوښتونکي یا خپلو اصلي هیوادونو او یا دریمګړي هیواد ته اخراج شوي دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت دغه شمیرې د دې هیواد په پارلمان یا بوندیستاګ کې د لیبرال ديموکرات یا (FDP) ګوند د فراکسیون د یوې پوښتنې په ځواب کې خپرې کړي دي چې د کاتلویکي خبري آژانس ترلاسه کړي دي.

په عین حال کې د دې شمیرو اساس د آلمان نورد راین ویستفالن ایالت په ټول ۲۰۱۷م کال کې ۶ زره ۳۰۸ رد شوي پناه غوښتونکي خپلو اصلي هیوادونو ته اخراج کړي دي. بل لوري ته بیا په ټول آلمان کې د روان میلادي کال له جنوري د اکتوبر میاشتې تر پایه پورې په مجموعي توګه ۱۹۷۸۱ رد شوي پناه غوښتونکي اخراج شوي دي. دغه شمیر بیا په ۲۰۱۷م کال کې ۲۳۹۶۶ وو.

د پناه غوښتونکو د اخراج په هکله دغه شمیرې د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې۱۱مه) د لومړي ځل له پاره د آلمان په ایسن ښار کې د فونکه میدیا ګروپ په نامه یوې رسنۍ خپرې کړي دي. یادې رسنۍ په خپل رپوټ کې همدا راز ویلي دي چې د آلمان د نورد راین ویستفالن ایالت چې تر نورو ایالتونو ډیر نفوس لري د پناه غوښتونکو او همدا راز د رد شوو پناه غوښتونکو شمیر یې هم لوړ دی.

یادې رسنۍ په خپل رپوټ کې همدا راز ویلي دي چې د آلمان بل ډیر نفوس لرونکي ایالت بایرن هم د روان کال له جنورۍ څخه د اکتوبر تر پایه پوري په مجموعي توګه ۲۷۵۸ پناه غوښتونکي اخراج کړي دي. په بادن ورتمبرګ کې د دغه راز پیښو شمیر بیا ۲۵۶۹، په هسن کې ۱۴۸۲، راین لند فالز کې ۱۳۰۵ او نیدرزاکسن بیا ۱۲۹۹ رد شوي پناه غوښتونکي بیرته خپلو هیوادونو ته اخراج کړي دي.

زموږ له آرشیف څخه: