1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه د مهاجرو د اخراج پر تشويقي پروګرام نيوکي

۱۳۹۶ آذر ۲۷, دوشنبه

د بشري حقونو يوه سازمان له آلمانه د مهاجرو د اخراج پر تشويقي پروګرام نيوکي کړي دي. د دغه سازمان په وينا په ده شان پريکړو د انسانانو د پناه غوښتني حقونه تر پښو لاندي کيږي.

https://p.dw.com/p/2pXrI
Deutschland - Familiennachzug von Flüchtlingen: Familie sitzt vor Asylwohnheim
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul

د بشري حقونو يوه سازمان (ميديکو انترنشنل) د آلمان دولت د ردشويو مهاجرو د اخراج پر تشويقي پروګرام باندي سختي نيوکي کړي دي. د دغه سازمان د مهاجرت د چارو کارپوه رامونا لينس ويلي دي چې «آلمان په دې ډول د مهاجرو حقونه په پيسو رانيسي.»

د لينس په وينا، په دې پروګرام سره به نه يوازې ردشوي مهاجر، بلکي ځيني هغه مهاجر به هم له آلمان څخه ووځي چې حتی د ملاتړ کولو له شرايطو برخمن وي. راموناليسن زياته کړه چې دغه کسان خپلو دوسيو ته د اوږدې مودې انتظار له امله چې په پايله کې يې خپلې روحيې له لاسه ورکړي او ناهيلي شوي دي، دې ته به اړ شي چې په دغه کار لاس پوري کړي.

لينس زياته کړه: «کله چې حکومت په دا ډول شرایطو کې د تشويقي پروګرام وړانديز کوي، خلک د غوښتني خلاف تر فشارونو لاندي راځي تر څو يو تصميم ونيسي چې په احتمالي توګه ژوند يې ګواښل کيږي».

د روان کال په دسمبر مياشت کې د آلمان د کورنيو چارو وزارت يو درې مياشتنی تشويقي پروګرام اعلان کړ. د دغه پروګرام په چوکاټ کې، هغه مهاجر چې له آلمان څخه پخپله خوښه خپلو هيوادونو ته ستنيږي نغدي مرستې ترلاسه کولای شي ترڅو په خپل هيواد کې د ژوندانه لومړنۍ اړتياوې برابرې کړي. د مهاجرو د چارو د دغه کارپوه په وينا، د آلمان دولت غواړې د دغه پروګرام په وړاندي کولو سره د مهاجرو د دوسيو پر څيړنو له لوړ لګښت څخه څان خلاص کړي.

رامونالينس د آلمان له دولت څخه غواړي چې د پناه غوښتونکو د پناه غوښتنليکونه دې د هغوي د پناه غوښتنې د حقونو د تشخيص په موخه و څېړي. لينس وويل: د دغه بهير (پناه غوښتونکو د درخواستونو د څيړنې) لنډول شونی نه دی، حتې په هغه صورت کې چې ادارې هم تر فشار لاندي وي. هغه خبرداری ورکړ: «د دغه بهير لنډول، د انساني حقونو او همدا راز د پناه غوښتنې حقونو د محدودولو په معنی دي.»

آلمان په پام کې لرې چې د اخراج تشويقي پروګرام له لاري، مجردو کسانو ته د داوطلبه اخراج په صورت کې تر زرو يورو او کورنيو ته تر درو زرو يورو نغدي پيسې ورکړي. خو د مهاجرو د چارو دغه کارپوه پر يادې طرحې نيوکه وکړه او ويې ويل: «اکثرو مهاجرو خپل مالونه او جايدادونه پلورلي او د انساني قاچاقبرانو په مرسته يې غيرقانوني لارې وهلي، دغو حالاتو ته په کتو د پيسو دغه مقدار د خندا وړ دی.»

تيرکال د هغو مهاجرو چې په خپله خوښه له آلمان څخه وتلي دي، شمير يې تر هغو مهاجرو دوه برابره وو چې په اجباري توګه اخراج شوي ول. د آلمان حکومت په پارلمان کې د کيڼ اړخ ګوند د پوښتنې په ځواب کې ويلي دي چې په ۲۰۱۶م کال کې شاوخوا ۴۵ زره مهاجر پخپله خوښه له آلمان څخه وتلي ول. دا په داسې حال کې ده چې په اجباري توګه د اخراج شويو مهاجرو شمير ۲۵ زره وو.

د تيرکال په پرتله، له آلمان څخه سږکال لږ مهاجر پخپله خوښه خپلو هيوادونو ته ستنيږي. د ۲۰۱۷م کال د جنوري مياشتي د اکتوبر مياشتي تر پايه پوري لږ تر لږه ۲۶ زره مهاجر پخپله خوښه د آلمان حکومت د مهاجرو د بيرته ستنيدو پروګرام له لاري پخپله خوښه خپلو هيوادونو ته بيرته ستانه شوي دي. خو دغه رقم د تيرکال په همدې موده کې ۴۷ زره وو.

AG(K.S/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: