لنډ خبرونه په متن او انځور کې
طالبان وایي امريکا سره د دويم پړاو خبرو ته چمتو دي، له آلمانه نور ۱۷ رد شوي افغانان کابل ته استول شي، د دره آدم خيل په يوه کان کې حادثې ۹ تنه وژلي....
په دره آدم خيل کې د ډبرو سکرو کان په يوه حادثه ۹ کسان وژل شوي
د چارواکو په حواله د خيبر پښتونخوا په دره آدم خيل کې د ډبرو سکرو د يوه کان د نړېدو په پېښه کې نهه کان کيدونکي وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي. د سيمې يوه لوړ پوړي اداري چارواکي شاهد الياس، وويل چې پېښه په اخوروال کلي کې سهار مهال هغه وخت رامنځته شوه چې کان کيدونکي کان ته ننوتل. هغه وويل چې بيا وروسته نهه جسدونه او څلور ټپيان چې د دوو يې روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی، له کانه را وايستل شول.
ننگرهار: په ځانمرگي بريد کې د وژل شويو شمير ۶۸ ته لوړ شوی
د ننگرهار په مومندرې ولسوالۍ کې پر اعتراض کوونکو د ځانمرگي بريد تلفات ۶۸ ته لوړ شوي دي. د چارواکو له خوا ويل شوي چې په دې بريد کې ۱۶۵ تنه ټپيان شوي هم دي. يوه ځانمرگي بريد گر د سه شنبې په ورځ د هغو مظاهره کوونکو ترمنځ ځان ته چاودنه ورکړه چې د یوه سیمه ایز قوماندان پر ضد یې اعتراض کاو. طالبانو په بريد کې لاس درلودل رد کړي دي.
طالبان وايي له امريکا سره د دويم پړاو خبرو ته چمتو دي
د طالبانو چارواکو په څو جلا مرکو کې ویلي دي چې دوی چمتو دی چې دویم ځل له امریکایانو سره خبرې اترې وکړي. په دې ملاقات کې به د بندیانو پر تبادلې، د اعتماد رامنځ ته کولو او د رسمې خبرو اترو پر پیل بحث وشي. يوه چارواکي ويلي چې په جولای میاشت کې د طالبانو او امریکايي دیپلوماتې الیس ویلس، غونډه له هغه وروسته پای ته ورسیده چې دواړو اړخونو په سپتمبر میاشت کې د بیا غوڼدي کولو پلان په اړه سره بحثونه وکړل.
نور ۱۷ مهاجر افغانستان ته اخراج شول
د آلمان څخه ۱۷ رد شوي افغانان په يوه چارتر الوتکه کې د چهارشنبې په ورځ سهار کابل ته ورسېدل. د بايرن ايالت د پناه غوښتنې او بيرته ستنولو چارو ادارې ويلي دي چې دا د ۲۰۱۶م کال له دسمبر مياشتې راهيسې ۱۶ ډله ایز اخراج دی چې د آلمان د کورنيو چارو وزارت یې تنظيموي. هغوی ويلي دي چي د اخراج شوو له ډلي څخه ۷ کسانو يې په دې وروستيو کې په بايرن ايالت کې ژوند کاو چې پنځه يې په جرمونو کې ښکيل ول.
نواز شريف د خپلې ميرمني په جنازه کې د ګډون په موخه په ضمانت آزاد شوی
د پاکستان پخوانی لومړی وزير محمد نواز شريف د خپلي ښځي د جنازې په مراسمو کې د گډون په موخه په ضمانت آزاد شوی دی. د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر فواد چودهري په حواله نوموړی او لور یې چې دواړه په فساد کې د ښکيلتيا له وجې زنداني شوي ول، د سه شنبې په شپه په موقت ډول آزاد کړل شوي دي. د نواز شريف ميرمن کلثوم نواز پرون، سه شنبه په لندن کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړه شوې وه.
ميرکل د کډوالې د ستونزې حل پريکړنده وباله
د آلمان د صدراعظمې انگلا ميرکل، له نظره د کډوالو د مسئلې يو شريک اروپايي حل د اروپايي ټولنې د راتلونکي له پاره پريکړنده دی. د آلمان په پارلمان کې د يوه عمومي بحث پر وخت ميرکل وويل چې تر اوسه مو يو حل نه دی موندلی. هغې زياته کړه دا د اقتصادي او يورو د بحران څخه چې لس کاله د مخه رامنځته شوی وو، ستر چيلنج دی. ميرکل له خپلسرو پريکړو او د اروپايي ټولنې د ويش څخه خبرداری ورکړ.
نتنياهو د ترهگرۍ پر ضد مبارزې غږ وکړ
د اسرائيلو لومړي وزیر بنيامن نتنياهو پر نړۍ د ترهگریزو سازمانونو پر ضد د شريکې مبازرې غږ کړې. نوموړي د چهار شنبې په ورځ د کابينې په اوونیزه غونډه کې وويل چې نړۍ «له يوه اړخه د ايران په مشرتوب د شعيه تندلارو او له بله پلوه د داعش ډلې په مشرتوب راديکالو سنيانو له خوا ننگول کيږي. نتنياهو همدا راز د اروپا د ايران پر سياست هم انتقاد وکړ.