لنډ خبرونه په متن او انځور کې
آلمان د رد سوو مهاجرو د ویستلو لړۍ گړندۍ کوي
د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس دېميزر غواړي چې د پناه غوښتنې قانون په سختولو سره د رد سوو پناه غوښتونکو بیرته لیږلو پروسه چټکه کړي. په دې اړه د کورنيو چارو وزارت په نوې مسوده کي راغلي دي، چي پناه غوښتونکي به په لومړني اقامت ځای کي د اوږده وخت له پاره پاتیږي، چې له خپل تعین سوي محل څخه بل ځای ته د سفر کولو اجازه نه لري او د پیسو په عوض به ورته تیار خواړه ورکول کیږي.
د تیانجین د چاودنو په تړاو ۲۳ کسه نیول سوي
دچین پ شمال ختیځ بندري ښار تیانجین کي تر سختو چاودنو دوې اوونۍ وروسته د دغي پيښي په تړاو مجموعا ۲۳ تنه مسؤلین نیول سوي دي.د دغو کسانو په ډله کي د ترانسپورت د وزارت، محلي حکومت او بندري ادارې ۱۱ لوړ رتبه مامورین هم شامل دي. سربیره پر دې د لوژیستیکي شرکت ۱۲ منیجران هم بندیان سوي دي، کومو چي چاودیدونکي کیمیاوي مواد سره ځای پر ځای کړي وو. دغو چاودونو لږ ترلږه ۱۳۹ انسانان وژلي ول.
د سمندر د سطحي د لوړیدو خبرداری
د نووو څیړنو پراساس راتلونکو ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ کلونو پوري به د سمندر سطح تر یوه متر پوري لوړه سي. د امريکا متحده ايالاتو فضايی ادارې ناسا (NASA) مځکني تحقیقاتو د څانگي مشر مایکل فرایلیش په میامي کي ویلي دي چي په دې ډول سره به د اوبو له سطحي څخه نه ډیري لوړي وچی مځکي، ټاپو وزمه هيوادونه او لوی ښارونه لکه ټوکیو او سنگاپور تر اوبو لاندي سي.
کیف او یاغیان پر یوه اوربند راضي سوي
د اوکراین پوځ او روسي پلوه بیلتون غوښتونکي غواړي چي د اوکراين د ختیځ په جنگي سیمه کي نوي نوښتونه پر لاري واچوي، څو هلته نوره وینه تویدنه ختمه کړي. د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان OSCE یوه استازي ویلي دي چي په فبروري میاشت کي لا موافقه سوی اوربند باید سپتمبر میاشتي له لومړۍ نيټې څخه د نوي تعلیمي کال له پیلیدو سره نافذ سي. پر دې خبره ټولو خواوو په مېنسک کې د یوې لیدني کتني پر مهال موافقه کړې ده.
په امریکا کې دوه خبریالان وژل سوي
د امریکا متحدو ایالاتو په ویرجینیا ایالت کې د یوې ژوندۍ تلویزوني خپرونې پر مهال یوه خبریاله او د هغه کمره مېن وژل سوي دي. د پولیسو په وینا شکمن یرغل کوونکي هغه وخت خپل ځان وژلی دی چي د دوی له خوا کلابند سو. تر دې د مخه هغه د خپل خونړي عمل ویدیو په انټرنیټ کي خپره کړې وه.