لنډ خبرونه په متن او انځورونو کي
د آلمان ږغ له خوا د سيمي او نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کي دلته لوستلای سئ.
جنوبي او شمالي کوريا یو د بل سره خبري پلان کړي دي
د جنوبي او شمالي کوريا تر منځ د تشنجه ډکي فضأ په منځ کي د دواړو هيوادونو د لوړرتبه استازو تر منځ لیدنه کتنه پلان سوې ده. د سیؤل څخه د جمهوري رياست دفتر اعلان کړی، چي دغه لیدنه کتنه به د شنبه په ورځ (د ۲۰۱۵کال د اګست ۲۲مه نېټه) ماښام په سرحدي ناحیه پانومجوم کي تر سره سي. د شمالي کوريا واکمن کیم یونگ اون د جنوبي کوريا څخه د دې دمخه په عاجل ډول غوښتي وه، چي د لوډسپیکرونو پروپاگنډ ته دي خاتمه ورکړي.
امریکايي عسکرو د فرانسې په یوه ریل گاډۍ کي برید کونکی ونيوی
د پاریس څخه امسټرډام ته په یوه ریل گاډۍ کي تر فیرونو وروسته د پاریس د لويي څارنوالۍ د ضد ترهگرۍ څانگې د دغي قضیې تحقیقات شروع کړي دي. یوه ۲۶ کلن مراکشي په ریل گاډۍ کي یو مسافر وویشت او یو بل یې په یوه چاړه باندي ټپي کړ. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارد کازانووا ویلي دي، چي په همدغه وخت کي دوه امریکايي عسکر چي تصادفأ په همدغه ریل کي وه، پر حمله کونکي باندي غلبه حاصله کړه.
په زرهاوو مهاجرین د مقدونیې په سرحد کي انتظار باسي
د یونان مقدونیې په سرحد کي د یوناني چارواکو د اټکلونو پر اساس تر ۵۰۰۰ اضافه مهاجرین انتظار باسي. د هغوی اکثریت تر شنه اسمان لاندي شپه تیره کړه. د عیني شاهدانو په حواله هر ساعت د بسانو او ریلگاډو په واسطه د یونان د جنوب څخه نور مهاجرین پر هغو باندي وراضافه کیږي. په اوس وخت کي د مقدونیې پولیسو سرحدي اغزي لرونکی دیوال تقویه کړی دی او د پنجشنبه د ورځي راهیسي یې په سل هاوو نور پولیس ورلیږلي دي.
د اخوان المسلمين مشر بدیع په عمر ابد جزأ محکوم سو
په مصر کی د اخوان المسلمين د پخوانیو غړو د یوې نوي محاکمې په جریان کي د دغه غورځنگ مشر محمد بدیع او څو نور کسان په عمر ابد جزأ باندي محکوم سوي دي. لکه څنگه چي دولتي ورځپاڼي «الاهرام» رپوټ ورکړی دی، د قاهرې یوې جزايي محکمې دغه کسان مجرم پيژندلي دي، چي دوه کاله دمخه یې د پورت سعید د پولیسو پر یوه پوسته باندي د حملې دعوت ورکړی ؤ. په دغه پيښه کي هغه وخت پنځه کسان وژل سوي وه.
د امريکا د شمال لویدیځ د ځنگلونو اورونه د کنټرول څخه وتلي دي
د امريکا د متحده ايالاتو د شمال غرب په ځنگلونو کي د دوامداره اورلگیدني له کبله جمهوررييس بارک اوباما د واشنگټن په ایالت کي د اضطراري حالت اعلان کړی دی. په دې ډول سره نو دغه ایالت کول سي، د مرکزي حکومت د اضطراري حالت د کومکونو څخه استفاده وکړي. د امريکا د متحده ايالاتو په ډیرو ایالتونو کي په اوس وخت کي اورونه بل دي.