1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لغمان: د ناټو هوايي يرغل اته تنې ښځي وژلي دي

۱۳۹۱ شهریور ۲۶, یکشنبه

افغان محلي چارواکي وايي، چي د دغه هيواد په ختيځ کي د ناټو ځواکونو په هوايي بمباريو کي ۸ تنې ښځي وژل سوي دي او اته نوري ټپياني سوي دي.

https://p.dw.com/p/169zj
انځور: AFP/Getty Images

په افغانستان کي د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو ويلي دي، چي د هوايي بمباريو هدف ئې وسله وال طالبان ول، خو په غلطۍ کي ئې ملکي وگړي وژلي دي، او په دې اړه ډير غمجن دي.

افغان چارواکو ويلي دي، چي پيښه د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د سپتمبر ۱۶) د لغمان ولايت د النگار ولسوالۍ د دلارام په سيمه کي را منځته سوې ده.

د دوی په خبره پر دغو ښځو باندي هغه مهال بمبار سوی دئ، چي دوی د دغه سيمي په غرونو کي د اور له پاره د بوټو په را ټولولو بوختي وې.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي، چي بهرنيو عسکرو، د افغان امنيتي ځواکونو پرته په يوازي سر علميات کړي دي.

«عمليات له افغان ځواکونو سره نه ول پلان سوي، په دې حمله کي اته تنې ښځي وژل سوي دي او اته تنې نوري ټپياني سوي دي.»

د لغمان يوه ځنډه
د لغمان يوه ځنډهانځور: DW

د فرانسې خبري آژانس خبريال د لغمان د مرکز مهترلام څخه خبر ورکوي، چي د پيښي له ځای څخه په لسونو کسانو د دغو مېرمنو مړي د اعتراض په توگه د لغمان ولايت مرکز مهترلام ته پر اوږو يوړل او هلته ئې د ولايت د مقام مخي ته احتجاج وکړ.

خبر زياتوي چي احتجاج کوونکو د ولايت ودانۍ مخي ته د „ مړه دي وي امريکا او مړه دي وي يهودان“ نارې وهلې.

په افغانستان کي ميشتو ايساف ځواکونوويلي دي، چي له هغه وروسته ئې له هوايي ځواک څخه مرسته وغوښتله چي نزدې ۴۵ وسله والو ياغيانو قصد درلود چي په لغمان کي د دوی پر سرتيرو باندي يرغل وکړي.

د دوی په خبره په دغه عملياتو کي ئې ډيری ياغيان وژلي هم دي.

د ناټو ځواکونو په هوايي يرغلونو کي د ملکي افغانانو وژنه هروخت د دغو ځواکونو پروړاندي د افغانانو د خښم سبب گرځي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په وار وار په خپل هيواد کي له مېشتو بهرنيو ځواکونو څخه غوښتي دي، چي د عملياتو پر مهال د ملکي وگړو د مرگ ژوبلي مخنيوی وکړي.

د بهرنيو ځواکونو قوماندان جنرال جان الين
د بهرنيو ځواکونو قوماندان جنرال جان الينانځور: dapd

د روان کال د جون په مياشت کي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الين مجبوره وو، چي لوگر ته ولاړ سي او هلته په هوايي بمباريو کي د وژل سوو ملکي وگړو له کورنيو څخه چي ښځي او کوچنيان هم پکښې شامل ول بخښنه وغواړي. ناټو ځواکونو ويلي ول، چي په دغه کور کي وسله وال طالبان سره راټول سوي ول، خو افغان چارواکي بيا وايي، چي ۱۸ تنه ملکي وگړي پکښې وژل سوي دي.

دا په یوه مياشت کي دوهم وار وو، چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان جان الين په هوايي بمباريو کي د ملکي وگړو مرگ ژوبله مني.

د ملگرو ملتونو د شمېرو له مخي د ۲۰۱۲ کال په لومړۍ نيمايي کي په افغانستان کي د ملکي وگړو مرگ ژوبله ۱۵سلنه را کښته سوې ده. دا په تيرو پنځو کلونو د تلفاتو تر ټولو کښته شمېره ده.

ويل سوي دي، چي په دې جمله کي ۱۰ سلنه ملکي وگړي د افغان دولت د پلوي ځواکونو، چي ناټو هم پکښې شامله ده، ۸۰ سلنه د دولت د مخالفينو په يرغلونو کي او ۱۰سلنه نور د ناپيژندل سوو وسله والو ډلو له خوا وژل سوي دي.

فرانس پريس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض