لاوروف: افغانستان ته د روسي عسکرو استول يوه استثناء وه
۱۳۸۹ آبان ۱۰, دوشنبههغه ويلي دي چي روسيه به هيڅ کله افغانستان ته خپل ستيري و نه لېږي.
سرگي لوروف د جرمني د بهرنيو چارو د وزير گيدو ويستر ويله سره يو ځای په يوه خبري غونډه کي ويلي دي چي« دا يوه استثناء وه، زموږ ځواکونه به هيڅ وخت بيا افغانستان ته ولاړ نه سي.
وروسته تر هغه چي د افغانستان په ختيځ کي د نشه يي موادو د توليد پر ځايونو باندي عمليات تر سره سول د جمهورریس کرزي د دفتر څخه په یوه خپره سوې خبرپاڼه کې ویل سوي وه چي ولسمشر د ناټو او روسیې دغه عمل د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا یو بربنډ یرغل بولي او په کلکو الفاظو یې محکوموي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير په خبري غونډه کي ويلي دي دا زموږ نه بدلېدونکي تصميم دي چي هيڅ وخت به بيا افغانستان ته خپل سرتيري و نه لېږو.
د هغه څه په اړه چي په دې وروستيو کي د افغانستان په ختيځ د ننگرهار ولايت په اچين ولسوالي کي د نشه يي موادو د توليد پر فابريکو باندي درې اړخيز پوځي عمليات سوي ول. سرگي لاوروف وويل چي روسيي ځواکونو يوازي د معلومات په برخه کي مرسته کړې وه.
« دا درې اړخيزه عمليات وه چي د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يې د امریکايي ځواکونو سره يو ځاي په عملي کولو لاس پوري کړی و. په دې عملياتو کي زموږ رول يوازي د معلوماتو د راټولولو و چي هغه ځايونه چي دغه نشه يي مواد پکښي توليديږي کشف کړو.»
د روسيې د بهرنيو چارو وزير دغه راز وويل چي روسيه به د نشه يي موادو په واړندي مبارزه کي د افغانستان سره دغه ډول معلوماتي مرستو ته دوام ورکړي.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم