1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لاوروف:يو بې طرفه افغانستان سيمي ته ثبات وربخښي

۱۳۹۰ فروردین ۱۰, چهارشنبه

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف ويلي چي افغانستان په خپل اوږده تاريخ کي ډير عمر بې طرفه هيواد پاته سوی، چي دا د سيمي د ثبات دپاره ډير اړين دي.

https://p.dw.com/p/RDqO
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروفانځور: AP

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لوروف په مسکو کي هغه پوښتنو ته جوابونه ويل چي په افغانستان کي د تروريزم په وړاندي مبارزې تر ختمېدو وروسته که چيري امريکا يي ځواکونه يا نور ملګري يې په هغه هيواد کي پاته کيدل غواړي د روسيې اړيکي به څنګه وي.

لاوروف وويل:« افغانستان په خپل اوږده تاريخ کي ډير عمر بې طرفه هيواد پاته سوی، زه ډاډه يم چي په سيمه کي د ثبات دپاره به دا تر ټولو ښه لاره وي چي افغانستان بې طرفه پاته سي.»

د روسيې د بهرنيو چارو وزير زياته کړه چي افغانان به خپله دا پريکړه کوي، چي څه ډول ژوند بايد وکړي. „ خو فکر کوم چي هغوی به د يو بې طرفه افغانستان د ساتلو په اړه ژور فکر وکړي“ .

د هغه په خبره روسيه غواړي چي هغه خطرونه چي د افغانستان څخه پيښېدای سي په له منځه وړلو کي هلي ځلي وکړي. چي په دې لاره کي يې د روسيې د لاري په افغانستان د ناټو ځواکونو د کمالاتو د ترانزيت اجازه ورکړې.

د سرګي لاوروف په خبره« دغه ځواکونه بايد په افغانستان کي د هغه هيواد د حکومت سره په ګډه کار وکړي نه داچي هر وخت د عملياتو پر مهال داسي تيروتني وکړي چي په هغه کي ملکي وکړي ووژل سي. له بده مرغه چي دا کار کيږي.»

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د موجوديت په اړه د روسيې د بهرنيو چاور وزير سرګي لاوروف وويل: « هغه څوک چي اوس په افغانستان کي دي هغوی يوار نه، بلکي په وار وار په لوړه کچه دا ويلي دي چي دوی افغانستان ته ددې پاره تللی چي هلته ثبات راولي او نړيوال تروريزم له منځه يو سي.»

د هغه په خبره د تروريز د جګړې تر ختمېدو وروسته به افغانان په خپله دا پريکړه کوي چي خپل ژوند څنګه ترتيب کړي او خپل هيواد څنګه جوړ کړي.

بله خوا د افغانستان د پاره د روسيې د جمهورريس ديميتري ميدويدف ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي چي هيواد يې د افغان امنيتي ځواکونو سره د څو څرخي الوتکو مرسته کوي.

هغه په مسکو کي خبريالانو ته وويل چي روسيه اماده ده چي افغانستان ته درې څرخي الوتکي د بلاعوضه مرستي په توګه ورکړي.

ددې تر مخه ناټو او روسيې داسي يوې پريکړي ته رسېدلي چي نړیوال اييتلاف به د افغان امنيتي ځواک دپاره ۲۱ باله Ми-17 ډوله روسۍ څرخي الوتکي خريداري کړي.

ضمير کابلوف تيره ورځ په يوه خبري غونډه کي ويلي ول چي افغان امنيتي ځواکونه ددې جوګه ندي چي د هيواد په يو شمېر سیمو کي دي امنيتي مسووليت په غاړه واخلي.

د هغه په خبره افغان ځواکونه بېله سپکو وسلو بل هيڅ نه لري. داسي يو اوردو چي هغه دي هوايي ځواک و نه لري هيڅ وخت جګړه نسي کولای.

نوموړي وويل چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم وخت سته چي افغان امنيتي ځواکونه بايد ښه و روزل سي او وروسته د خپل هيواد امنیتي مسولیت په غاړه واخلي.

روسيه په داسي حال کي د افغان امنيتي ځواکونو په اړه خپله انديښنه ښيي چي دووې ورځي د مخه وسله والو طالبانو د نورستان ولايت د وايګل ولسوالي د افغان امنيتي ځواکونو څخه و نيوله.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکې: بريښنا صابر