1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قهریدلو هراتیانو یوې ایرانۍ لارۍ ته اور اچولئ

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۰, شنبه

جمهورریس اشرف غني امر کړی، چي په هریرود کي د افغانانو د اوراچولو د پيښي تحقیقات وکړي. په همدې حال کي د ایرانۍ لاریو موټروانان په افغانستان کي په مرګ باندی تهدید سوي دي. یوې ایرانۍ لاري ته په هرات کي اور اچول سوی.

https://p.dw.com/p/3byQh
Afghanen in Herat protestieren diskriminierende Behandlung von afghanischen Flüchtlingen im Iran.
انځور: DW/S. Tanha

د اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ویلي دي، چي د دغه هیواد حکومت د جمهورریس په امر دایران سره په سرحد د هریرود په رود کي د افغانانو د ډوبیدو د پلټني دپاره یو لس نفره هییت تعین کړی دی. ادعا کیږي، چي دغه افغانان څو ورځي دمخه د ایراني پولیسو لخوا هریرود ته وراچول سوي دي. ددغه هییات مشري د افغانستان د ملي اردو د لوی مفتش، محمد حمید طهماسبي پرغاړه ده.

د هرات د ګلران ولسوال عبدالغني نوري پرون جمعه)د مئ اتمه( په هریریود کي د ۱۸ افغانانانو د جسدو د پیدا کیدو څخه خبر ورکړی دی. د هغه په خبره ددغو کسانو جسدونه ښکاره کوي، چي هغوی رود ته تر ولویدو دمخه لت کوب او شکنجه سوي هم دي.

نوري ددغي حادثې جریان داسي بیان کړ:»د هغو کسانو رپوټونه چي د رود څخه ژوندي راوتلي دي او همدارنګه د هغوی پر بدن د اثارو څخه معلومیږي، چي ایراني سرحدی ساتونکو هغوی اول په رسیو باندي تړلي او بیا یې د وسلو په زور هغوی مجبوره کړي ، چي رود ته ځانونه واچوي.«

د افغانستان محلي رسنیو یوه اوونی دمخه) د مۍ میاشتي پراوله( په ایران کي د عیني شاهدانو په حواله د ۵۰ هغو کسانو د بندي کیدو څخه خبر ورکړی ؤ، چي غوښتل یې ایران ته په غیرقانوني ډول سره ولاړ سي. د هغو څخه یوه یې نیویارک ټایمز ته ویلي وه، چي ایراني پولیسو دغه افغانان په سوټو سره مجبوره کړل ، چي د هریرود څخه تیر او افغانستان ته ولاړ سي. د افغانستان خارجه وزارت ددغي پيښي په عکس العمل کي اعلان کړی ؤ، چي موضوع به جدی تعقیب کړي.

پر ایرانۍ لارۍ باندي حمله

په هریرود کي د افغان مهاجرو کارګرانو ډوبیدل د افغانستان سیاستمداران او خلګ په تشویش کي واچول. د ۱۸ نفرو د جسدونو د پیدا کیدو تر خبر وروسته د هرات د کهسان د منطقې په لسهاوو قهریدلو خلګو سړکونه بند او یوې ایرانئ لاری ته یې اور واچاوه. هغوی ددغي حادثې د عاملینو محاکمې او مجازاتو غوښتنه کوله.

Afghanen in Herat protestieren diskriminierende Behandlung von afghanischen Flüchtlingen im Iran.
د ۱۷ افغان مهاجرو مړي له سيند څخه موندل شوي ديانځور: DW/S. Tanha

د معترضو هراتیانو د جملې څخه یوه کس،چي ورسره دري څانګي مرکه کړې ده ویلي دي، چي»پسله دې به هیڅ ایرانۍ لارۍ د اسلام قلعه څخه د تیریدو اجازه ونلري. که یو څوک ولیدل سو، موټروان به یې په قتل ورسول سي.«

یو بل قهریدلی هراتی، چي پخپله هریرود ته د افغان مهاجر کراګرانو د ورلویدو شاهد ؤ او خپل زوی یې هم په دغه واقعه کي د لاسه ورکړی دی، دویچه ویلي ته وویل،»زما زوی ۱۷ کلن ؤ. موږ بیکاره ؤ او د کار پخاطر ایران ته تللو. نیت مو ؤ، چي د ګلران د ولسوالۍ د کنده سوخته منطقې څخه ایران ته ورواوړو. پر لاري ډیره ګڼه ګونه وه، تراوسه پوري لا ۲۰۰ متره د ایران تر سرحده پوري لا پاته وه، چي» ایراني ظالمو امنیتي قواوو پر موږ باندي فیرونه وکړل او زما زوی یې په قتل ورساوه.«

دده په خبره د ۵۳ تنو څخه فقط ۱۲ تنو وکولای سول د اوبو څخه ژوندي راووزي او نجات پیدا کړي او هم د ۷ تنو جسدونه د اوبو څخه راوباسي. خو نور په هریرود کي ورک او مړه سول.

د هرات والي، سید وحید قتالي ویلي دي، چي یو حکومتي هییات ددغي قضیې د څیړلو په حال کی دی او ډیر ژر به خپل نتایج د جمهوري ریاست سره شریک کړي.

په همدې حال کي ایراني چارواکو »هریرود ته د افغان ماجر کارګرانو د ور اچولو( د خبر د ردیدو ترڅنګ د ایران -افغانستان د حقیقت پیدا کولو د یوه ګډ هیئت سره موافقه کړې ده.