1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قبرس ته د تښتول سوي الوتکي پيښه پای ته ورسېده

۱۳۹۵ فروردین ۱۰, سه‌شنبه

قبرس ته د یوې مصرۍ مسافر وړونکي الوتکي تر تښتولو لږ وروسته ټول یرغمل سوي کسان آازاد سوي دي. دغه خبر د قبرس دولتي تلویزیون د بهرنیو چارو وزارت په حواله ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1ILMi
د تښتول سوي مصرۍ الوتکي يو انځور
انځور: Reuters/Y. Kourtoglou

د مصري هوايي شرکت دغه ایربس مسافر وړونکي الوتکه د داخلي پرواز پر وخت وتښتول سوه او د قبرس د بندري ښار «لارناکه» په هوايي ډگر کي کښینولو ته مجبوره سوه.

د مصر د ترانسپورت وزارت په حواله، یرغمل نیوونکي گواښ کړی وو، چي خپل د چاودیدونکو موادو کمربند به وچاودي. خو اوس هغه تر تسلیمیدو وروسته نیول سوی دی. وزارت مخکي هم ویلي ول چي تښتوونکی ترهگري نیت نه لري.

په الوتکه کي سپرو مسافرو په باب متفاوت ارقام ویل سوي دي. په داسي حال کي چي CNA خبري چینل د ۵۵ مسافرو او اتو تنو عملې خبره کړې، د مصر د ترانسپورت وزارت بيا د ۸۱ مسافرو خبره کړې وه چي پکښي ډیر بریتانيان او امریکايي اتباع هم شامل ول.

د ایجیپت اییر، چارواکو ویلي ول، چي یوه کس چي په ځان پوري یې چاودیدونکي مواد تړلي ول، پیلوټ دې ته اړ کړی وو چې الوتکه د قبرس پر لور روانه کړي.

د اروپايي ټولني د زده کړي پخوانۍ کمیشنري اندرولا ویسیلین، ویلي ول: «د الوتکي برمته کوونکي له پولیسو څخه غوښتي ول چې سیمه پریږدي، څو هغوی ښځي او ماشومان آزاد کړي.» د مسافر تر آزادېدو وروسته برمته نيوکي هم خيل ځان پوليسو ته سپارلی دئ.

دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي برمته نيوونکي په څه خاطر دغه الوتکه تښتولې وه. خو د مصر لومړي وزير ويلي دي چي دغه سړي يووار غوښتنه کړې وه چي د اروپايي ټولني له يوه استازه غواړي خبري وکړي او بل وار ئې ويل چي يوه بل هوايي ډگر ته دي انتقال سي. خو وروسته ئې ځان پوليسو ته وسپاره.