1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فوټبال: انگلستان او فرانسې خپلې لوبې وگټلې

۱۳۹۱ خرداد ۲۷, شنبه
https://p.dw.com/p/15GKl

د ۲۰۱۲م کال د فوټبال د سیالیو د اتلولیو په لوبو کې د جمعې په ورځ فرانسې او انگلستان خپلې لوبې گټلي دي. د انگلستان او سویډن تر منځ لوبه انگلستان د ۲ گولونو په مقابل کې په درې گولونو سره وگټله. دواړو لوبډلو د لومړي سر څخه ډیره په زړه پورې لوبه وکړه. خو د نوموړې لوبې په بایللو سره سویډن د دغه اتلولیو څخه ووت.

د جمعې د ورځې په لومړې لوبه کې فرانسې یوکراین ته ماتې ورکړه. د فرانسې لوبډله پر دې وتوانیده چې د اوکراین لوبډلې ته دوه گوله ورکړي خو د اوکراین لوبډلې هیڅ گول و نه کړای شو. تر سویډن وړاندې د آیرلنډ هیواد لوبډله هم له دې اتلولیو څخه وتلې ده.