1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فليپين ـ د «منګخوت» د قربانيانو شمیر ۱۵۵ ته لوړ شوی

۱۳۹۷ مهر ۱, یکشنبه

په فليپين هیواد کې د «منګخوت» په نوم د توپان د قربانیانو شمیر ۱۵۵ ته لوړ شوی دی. د چارواکو په وینا د تر ۷۰ ډیرو لادرکه شویو کسانو پسې لټون روان دی.

https://p.dw.com/p/35LwU
Philippinen Taifun Mangkhut
انځور: picture-alliance/dpa/AP/A. Favila

د تیرې اونۍ په پای کې په دغه جنوب ختیځ آسیایې هیواد کې د «منګخوت» په نوم توپان پيل شو. د شدیدو وروښتونو له امله ځمکه ښویدنه او ترافيکي پيښې رامنځته شوي دي.

د فلیپين ولسمشر رودریګو دوترته، د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر ۲۱مه نېټه) د پلازمېنې مانيلا څخه شاوخوا۵۷۰ کیلومتره سويل لور ته د ناګا، ښار څخه لیدنه وکړه.

د دې سیمې د «تینان» په کلي کې د ځمکې ښویدنې له امله لږ تر لږه ۴۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. ژغورنکې املې له خوا د ۴۳ نورو لادرکه شویو کسانو پسې لټون ادامه لري.