1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فلسطېنيان د اوباما د وينا څخه ناهيلي سوي دي

۱۳۹۰ خرداد ۲, دوشنبه

کله چي اوباما د اسلامي نړۍ په هکله خپله تگلاره څرگندؤنکې وينا واوروله نو د اسرائيل تر څنگ فلسطينيان هم ترې نه ناخوښه معلومېدل.

https://p.dw.com/p/11KrC
باراک اوباما
باراک اوباماانځور: AP

يو فلسطيني د اوباما د وينا په هکله وايي:

« د ده د وینا ټکي ډير په زړه پورې او ښایسته وو خو که سړی ورته ځير شي نو پوهیږي چې د دې تر شا ډير خباثت او شر پروت دی.»

خلیل تووما ډير په غصه دی. دې د بیت لحم سره نزدې د بیت لجلا د سیمې یو ژورنالسټ او لیکوال دی. نوموړي د خپلو ملګرو سره د امریکې د متحده ایالتونو د ولسمشر بارک اوباما وینا یې په ژوندې بڼه تعقیب کړې او دا خبره نه پټوي چې د ده ابامه د لومړي سره چندانې ښه نه راځي.

بیا کله چې اوباما په خپله وینا کې دا خبره وکړه چې د امریکې متحده ایالتونه به په عربي نړۍ کې د هغوي ملاتړ وکړي چې کمزوري دي او غږ یې څوک نه اووري، د دې سره خلیل تاوما ډير احساساتي شو او ویویل چې دې دا خبره هیڅ نه مني.

« زما په نظر دا ډير خطرناک کار دی چې اوس اوباما نیخ په نیخه په سیمه کې مداخله کوي. سړی په دې پوهیږي چې اوباما د یوه لوی استاد تمثیل کوي او غواړي خلکو ته لار ښوونه وکړي.»

کوم سړي چې دلته د بیت الجلا او بیت الحم د غبرګونو ښارونو څخه دلته راټول شوي دي په دې نظر دي د امریکې متحده ایالتونه غواړي د عربي نړۍ پسرلې د خپل ځان کړي. د بشري حقونو د سازمان باسم سباح وايي چې ده د ابامه څخه ډيره تمه درلوده.

« دا ښکاره خبره ده چې زه د ده ناامیده شوم. د عربي نړۍ پاڅونونه خپله دې ولس منځته راوړي چې د دوي سره نه امریکایانو او نه کوم بل چا مرسته کړې. دا د دغه څه په نتیجه کې منځته راغلي چې امریکایانو او نورو د عربانو سره کړي. یعني همدوي دا ډیکتاتوران قدرت ته رسولي وو او هم دوي یې ملاتړ کاو کله چې دې ډیکتاتورانو د عربي نړۍ ولس د لاس لاندې کوو او تحقیروېې.»

او بیا اوباما د فلسطین او اسراییل څخه خبره کوي او یو پلان معرفي کوي کوم چې فلسطنیانو سره یو په خپلو پښو د ولاړ هیواد د منځته راوړلو ژمنه کوي چې د ۱۹۶۷ د پولو په بنیاد جوړ وي. د کوم د منځته راوړلو لپاره به چې د ځیني سیمو بدلول اړین وی او د فلسطین لخوا به د اسراییل په رسمیت پیژاندل هم په کې شامل وي. خو دا هم د باسم سباح د قناعت وړ نه دی.

« د کوم پلان څخه چې دې خبره کوي هغه نوی نه دی. دا د ۱۹۹۳ میلادي کال راهیسې جوړ دی خو هیڅ یوه برخه یې هم نه ده عملي شوې. فلسطنیانو اسراییل په رسمیت پیژاندلې خو اسراییلیان تر اوسه دا هم نه مني چې فلسطنیان هم دا حق لري چې په دې هیواد کې اووسي. دوي خو دا ماهم نه مني چې مونږ دې حتی موجود اوسو.»

دلته د اوباما د وینا د اوردیدو لپاره راټول شوي سړي پر ده نیوکه کوي چې دې د یوه پلوه د دوو دولتونو د حل لارې خبره کوي خو د بلې خوا کله چې په سبتمبر کې فلسطین غواړي په یو اړخیزه توګه د ملګرو ملتونو په مکمله مجمعه کې د یوه خپلواکه دولت په رسمیت د پیژاندو خبره وکړي نو امریکایان وايي چې دا هیڅ کومه ګته نه لري.

ویکتور کاواس چې اسراییلو ته راتلونکو سیالانیانو راهنمايي کوي وايي چې د اوباما په وینا کې په عربي نړۍ کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې موضوع نوموړي یو طرفه یاده کړې.

« کله چې دې د عربي هیوادونو په اړه غږیږي نو د بشري حقونو او ولسونو د حقونو خبره کوي خو کله چې د فلسطین او اسراییل د شخړې وار شي نو بیا هلته بل ډول معیارونه کاروي.»

د اوباما د خبرو د اوریدو وروسته په بیت الجلا کې د راټولو شویو کسانو نظر دادې چې اوباما د اسراییل پخوانې څرګند او پیژاندل شوې دریځ په نویو ټکو کې رانغښتې دی.

باوم انډرياس / برېښنا صابر
کتونکی: احمدولي اڅکزی