1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانکفورت کي د کاپيټاليزم ضد احتجاج تر سره کيږي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۰, شنبه
https://p.dw.com/p/14ygv

د شنبې په ورځ د المان په تجارتي ستر ښار فرانکفورت ام ماين کي د کاپيټاليزم ضد ستر احتجاج پلان سوی دئ. د دغه احتجاج اجازه يوې المانۍ محکمې ورکړې ده. د بلوکي فای نومي کاپيټاليزم ضد ټولنو ايتلاف چي دغه احتجاج ته ئې بلنه ورکړې ده اټکل کوي چي د شنبې د ورځي په احتجاج کي به تر شلو زرو څخه زيات کسان گډون وکړي.

پوليس ویره لري چي د تيرو ورځو په شان به د شنبې په ورځ هم دغه احتجاج په تاوتريخوالي واوړي. د چهار شنبې په ورځ په فرانکفورت کي پر احتجاج بنديز لگول سوی وو خو د هغه پرته يو شمېر کسانو د بانکونو سيمه بلاک کړې وه. د بلاکي پای غورځنگ وايي چي په اروپا کي د سپما د سياست او د بانکونو د زيات اغېز پر ضد احتجاجونه کوي.