1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسوي چارواکي وایی چې د تورن کس پر ضد عملياتو کي تېروتنې نه دي شوي

۱۳۹۱ فروردین ۵, شنبه
https://p.dw.com/p/14Qzj

د فرانسې د کورنيو چارو وزير کلاوډې گوا، د خپلو پوليسو په وړاندي هغه تورونه رد کړي دي چي د ۷ کسانو په وژنه تورن کس د نېونې پر وخت ئې اقدامات د نيمگړتياؤ ډک ول. د فرانسې امنيتي چارواکو د پنجشنبې په ورځ هغه کس په ډزو وواژه چي په خپل کور کي تر يوې شپې او ورځي څخه زيات د پوليسو په محاصره کي پټ وو. پر دغه عرب الاصله کس تور وو چي په فرانسه کي ئې د سرتیرو او ۳ يهودو ماشومانو په شمول ۷ انسانان په ډزو وژلي ول. د تورن کس پر کور د پوليسو ۳۲ ساعته محاصره هغه وخت پای ته ورسېده کله چي ځانگړي پوليس په زوره د تورن کس کور ته ورننوتل. د فرانسې د پوليسو په وينا تورن کس پر دوی ډزې وکړې چي د هغه وروسته تورن کس د پوليسو د نښه ويشتونکو لخوا ووژل سو. اوس پر امنيتي چارواکو نيوکي سوي چي ولي ئې وژل سوی کس ژوندی ونه نيوه.