1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسوي ځواکونو په مالي کې پرمختګ کړی دی

۱۳۹۱ بهمن ۷, شنبه
https://p.dw.com/p/17Rv5

د مالي په هیواد کې د اسلامپالو پر ضد د پوځي عملیاتو له پیل څخه دوه اوونۍ وروسته، فرانسوي او د مالي پوځي ځواکونو د یاغیانو د پوخ سنگر گاو، پر لور پرمختگ کړی دی.

ياغیان د دغه لویدیځ افریقایي هیواد شمالي برخه کنترولوي، چې په کې د گاو، کیدال او تېمبکټو ښارونه شامل دي. اسلامپالو په دغو سیمو کې اسلامي شریعت نافذ کړی دی. فرانسې شاوخوا ۲۴۰۰ سرتیري څپلې دغه پخوانۍ مستعمرې ته استولي دي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند اعلان کړی وو چې فرانسوي سرتیري به د ضرورت تر وخته په دغه هیواد کې پاتې شي. په پام کې ده چې د مالي هیواد د ځواکونو تر څنگ به د افریقایي هیوادونو پوځونه د دغه عملیاتو مشري پر غاړه واخلي. لویدیځ افریقایي هیوادونه د شنبې په ورځ په مالي کې د وضعه په اړه خبره اترې کوي.