1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه هم له افغانستان سره دوه اړخيز تړون لاسليکوي

۱۳۹۰ دی ۱۱, یکشنبه

د فرانسې د دفاع وزير له نړيوالي ټولني څخه غوښتني دي، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم افغانستان يوازي پرېنږدي.

https://p.dw.com/p/13cc8
فرانسې د دفاع وزير
فرانسې د دفاع وزيرانځور: dapd

د دفاع وزير، Gerard Longuet افغانستان ته د خپل دوه ورځني سفر په پای کي د کابل په هوايي ډگر کي وويل: «د افغانستان او فرانسي ترمنځ د دوستۍ يو تړون برابر شوی دئ. او ولسمشر کرزي ته هم فرانسې ته د سفر بلنه ورکړه سوې ده.»

د فرانسې د دفاع وزير وويل: «هغه څه چي د اهميت وړدي، هغه له افغانستان سره دوه اړخيزه اړيکي دي.»

Longuet يادونه وکړه چي په افغانستان کي نړيوال ايتلاف بايد په ۲۰۱۲ کال کي د شيکاگو په غونډه کي له افغانستان سره د اوږدمهاله مرستو تصميم و نيسي.

د افغانستان په اړه د بن په کنفرانس کي افغان ولسشمر حامد کرزي وويل، چي هيواد ئې تر ۲۰۱۴کال وروسته هم لږ تر لږه د لسو کلونو له پاره د نړيوالي ټولني مرستو ته اړتيا لري.

خو نړيواله ټولنه له کرزي څخه غواړي چي د دې مرستو په بدل کي بايد په حکومتوالي کي په ښکاره توګه پرمختګ وسي، د اختلاس او اداري فساد پر ضد ټينګ اوعملي ګامونه واخيستل شي.

د ولسمشر کرزي د دفتر له خوا په يوه خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي: «ښايي د افغانستان او فرانسي ترمنځ د دوستۍ تړون د جنورۍ په پای کي لاس ليک شي.»

افغانستان د نړۍ له نورو هيوادونو سره هم د ستراتيژيک تړون د لاسليکولو په لټه کي دئ، په تيره بيا د امريکا له متحده ايالاتو سره، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان پر راتلونکي به مهمه او برخه ليک ټاکونکې اغېزه ولري.

فرانسه په افغانستان کي ۳۶۰۰ سرتيري لري چي د روان کال تر پايه به ئې۶۰۰ تنه بيرته خپل هيواد ته ستانه شي.

د فرانسې د دفاع وزير وويل د دغه نوي ميلادي کال تر پايه بايد د افغانستان د خاوري د ۷۵ سلني امنيتي مسئوليت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل