1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليبریتانیا

د فرانسې او بریتانیا ترمنځ د مهاجرت د مخنیوي پرسر توافق شوی

۱۴۰۱ اسفند ۲۰, شنبه

د مهاجرت په تړاو د فرانسې او بریتانیا د نوي توافق له مخې، بریتانیا به فرانسې ته شاوخوا ۴۸۰ میلیونه ډالر د دریو کلونو په موده کې ورکوي څو د مانش کانال له لارې بریتانیا ته د ناقانونه کډوالو د تګ مخنیوی وکړي.

https://p.dw.com/p/4OXtV
Großbritannien/FRankreich Der britische Premierminister Sunak und der französische Präsident Macron treffen sich im Elysee-Palast in Paris
انځور: Kin Cheung/Pool via REUTERS

د بریتانیا او فرانسې په نوي تړون کې د مانش کانال په سیمه کې د ګزمو ډیرښت، د بې پیلوټه الوتکو استفاده او د فرانسې په خاوره کې د مهاجرینو نیول او ځای په ځای کول شامل دي.

له اروپايي اتحادیې څخه تر وتلو وروسته، د بریتانیا او فرانسې ترمنځ دغه تړون مهم شمیرل کیږي. د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون په دې تړاو تر ملاقات وړاندې د بریتانیا د لومړي وزیر ریشي سوناک تود هرکلی وکړ. ماکرون خبریالانو ته په خبرو کې وویل چې له اروپايي ټولنې څخه تر وتلو وروسته اړیکې کمزورې شوې وې خو سوناک بیا وویل چې اوس د دې وخت راغلی چې اړیکې باید بیرته غښتلې شي.

فرانسه او بریتانیا په ګډو همکاریو غواړي چې دغه هیواد ته د مانش کانال له لارې ناقانونه کډوالي لا پسې سخته کړي.
فرانسه او بریتانیا په ګډو همکاریو غواړي چې دغه هیواد ته د مانش کانال له لارې ناقانونه کډوالي لا پسې سخته کړي. انځور: Henry Nicholls/REUTERS

وروسته له هغې چې سوناک د تیر کال په اکتوبر میاشت کې واک ته ورسید، د نوموړي حکومت د کوچنیو کښتیو له لارې بریتانیا ته د ناقانونه کډوالو د مخنیوي په برخه کې جدي اقدامات عملي کړي دي. دغه اقدامات وروسته تر هغه عملي شول چې په تیرو کلونو کې بریتانیا ته د ناقانونه کډوالو شمیر ۴۵ زرو ته لوړ شو چې د تیرو دوو کلونو په پرتله ۵۰۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د همدې موضوع په تړاو دا هم لوستلی شئ: بریتانیا ته د سمندري لارو مهاجرت د محدودولو نوې طرحه

د بریتانیا نوي حکومت او په خپله د بریتانیا لومړي وزیر حکومت ته داسې قانون وړاندې کړی چې له مخې به یې ټول هغه ناقانونه کډوال چې د کوچنیو کښتیو له لارې بریتانیا ته رسیږي او د پناه غوښتنه کوي، مخه ونیسي او په دې برخه کې بریتانیا د فرانسې همکارۍ ته اړتیا لري.

د نوي تړون له مخې، بریتانیا به له فرانسې سره د فرانسې په خاوره کې د مهاجرینو د میشت کیدنې د ځایونو په جوړولو کې مرسته کوي او فرانسه به د مهاجرینو د تګ راتګ په سیمو کې ګزمې ډیروي. سربیره پر دې، ټاکل شوې چې په ساحلي سیمو کې به له نوې ټکنالوژۍ او ان بې پیلوټه الوتکو څخه کار واخیستل شي.

بریتانیا ولې افغان کډوال له لندنه بلې سیمې ته انتقالوي؟

د معلوماتو له مخې، د بریتانیا له لوري فرانسې ته دغه مالي مرستې به په مختلفو قسطونو کې ورکړل شي چې له دې جملې فرانسې ته یوازې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې ۱۲۵ میلیونه پاونډه ورکړي. بریتانیا وايي چې فرانسه په دې پروسه کې د پام وړ ډیره ونډه اخلي.

په بریتانیا کې په ۲۰۲۲م کال کې د پناه غوښتنې کچه د ریکارډ کچې ته لوړه شوې او د شمیرو له مخې دا کچه په تیرو شلو کلونو کې بې سارې وه. د بریتانیا د حکومتي شمیرو له مخې په تیر میلادي کال کې په مجموعي ډول شاوخوا ۷۵ زره د پناه غوښتنې شوې دي کوم چې د اروپايي ټولنې د ټولو هیوادونو په پرتله کم شمیر دی.

رویترز / خ.ح / ن.ص