1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: ولسي جرگه دي خپل کار ته دوام ورکړي

نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۲۹, جمعه

د افغانستان د جمهوري رياست دفتر له خوا په يوه خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي چي ولسي جرگه به د پارلماني ټاکنو د پايلو تر اعلانېدو پوري خپل کار ته دوام ورکړي. ويل سوي چي حکومت ژمن دئ په يوه مياشت کي د ټاکنو نېټه اعلان کړي.

https://p.dw.com/p/1FjvG
انځور: DW/H. Hashimi

د افغانستان د جمهوري رياست په ويب سايټ کي په خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي چي امنيتي گواښونو ته په کتو سره چي ټاکني ئې له ستونزو سره مخامخ کړي دي، ټولو افغانانو ته خبر ورکول کيږي چي ولسي جرگه د پارلماني ټاکنو د پايلو تر اعلانېدو پوري خپل کار ته دوام ورکوي.

په اعلاميه کي راغلي دي چي د اساسي قانون احکامو ته په کتو او د ستري محکمې له نظر سره سم، د افغانستان پارلمان د قانون جوړولو او د ملي حاکميت د تمثيلولو ارگان په توگه، د پارلماني ټاکنو د پايلو تر اعلان پوري دي خپل کار ته ادامه ورکړي.

د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په دغه اعلاميه کي چي نن جمعه (۲۰۱۵م کال د جون مياشتي ۱۹مه) خپره سوې ده، دا هم راغلي دي چي حکومت ژمن دئ چي د مسئولو مرجعو له لاري په يوه مياشت کي د ټاکنو د ترسره کېدو نېټه وټاکي او د انتخاباتو مهال وېش اعلان کړي.

دا په داسي حال کي ده چي د تيري دوشنبې په ورځ لا د ولسي جرگې مشر عبدالروف ابراهيمي وويل چي ولسمشر او پارلمان دواړه پر دې باندي راضي دي چي د چنگاښ مياشتي تر لومړۍ نېټې وروسته ولسي جرگه خپل کاري ته دوام ورکړي.

په دې وروستيو کي د افغانستان په سياسي غونډو کي د پارلمان د کاري دورې ختم تاوده بحثونه راپورته کړي ول. د ولسي جرگې يو شمېر غړو ويل چي د دورې تر مختېدو وروسته ئې کار غير قانوني دی ژر بايد انتخابات وسي چي نوي استازي کار پيل کړي.

خو يو شمېر ئې بيا ټينگار کاوه چي د پارلمان نه شتون د دې معنې لري چي د حکومت يوه ثلاثه قوه نسته او بې له تقنيني قوې ديموکراتيکي پروسې ته زيان رسيږي.