1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني نوي دهلي ته روان سو

۱۳۹۴ اردیبهشت ۷, دوشنبه

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان ويلي ول چي د کندز د جنگ په خاطر ولسمشر غني هند ته خپل سفر ځنډوي، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي دي چي ولسمشر محمد اشرف غني په يوه درې ورځني سفر هند ته روان شوی دئ.

https://p.dw.com/p/1FFbI
انځور: Reuters/O. Sobhani

سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې په سونو طالبانو په کندز ولایت کې د پولیسو او اردو پر پوستو باندي بریدونه کړي دي. په ۲۰۰۱م کال کې د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب ائتلافي ځواکونو د بمباریو په نتیجه کې د طالبانو رژیم د سقوط ترمخه، دغه ولایت د طالبانو وروستی پوخ سنگر وو.

د کندز د والي ویاند عبدلواسع باسل، له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې په دغه جگړه کې اته امنیتي کسان او په لسونو طالبان وژل شوي دي او اوس د دغه ولایت د مرکز ځینې برخې د لاسه تللو له گواښ سره مخامخ دي.

هغه په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي: «د گواښ کچه ډیره لوړه ده، خو د نوي ملاتړي ځواک په رارسیدو سره زموږ د امنیتي ځواکونو مورال لوړ شوی دی او که د خدای رضا وه نو موږ به دغه جگړه وگټو.»

د رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د طالبانو ویاند خبري آژانسونو ته په یوه استول شوي بریښنا لیک کې لیکلي دي چې دوی په مرکز کې د پولیسو او اردو اووه پوستې او همداشان د دغه ولایت دوې ولسوالۍ نیولي دي.

په دې ترڅ کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان کمپبل، ویلي دي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هند ته خپل دوه ورځنی سفر ځنډولی دی او دی یې د کندز د جگړې د وضعیت څیړلو له پاره د یوې غونډي له پاره د ولسمشرۍ ماڼۍ ته وربللی دی.

خو د افغانستان د جمهوري رياست په ويب پاڼه کې ليکل شوي دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبه (۲۰۱۵م کال د اپريل ۲۷مه) تر غرمې وروسته په يوه درې ورځني سفر هند ته روان شو.

«جمهور رئيس غني به د دغه درې ورځني سفر په لړ کې د هند له جمهور رئيس پراناب مکرجي، صدراعظم نريندرا مودي، د گانگرس گوند له مشري سونيا گاندي او د دغه هيواد د بهرنيو، دفاع، سوداگرۍ او صنايعو او روغتيا چارو له وزيرانو سره ملاقات ولري.»

ويل کيږي چې د غني سفر د کندوز د جنگ په خاطر يوازي څو ساعته ځنډېلی وو. په کندوز کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د کندز ښار سویل ته په ۶ کیلومترۍ کې جگړه ادامه لري.

یوه بل افغان چارواکي ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونه له ښار څخه د دفاع له پاره له توپونو څخه کار اخلي. د کندز د پولیسو مشر سید سرور حسیني ویلي دي: «د افغان ځواکونو له خوا د درنو وسلو د فیرونو غږونه په ښار کې اوریدل کیدای شي.»