1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

غني لوبغاړو ته: د یوه تیم په توګه د وطن له پاره ولوبیږئ

۱۳۹۸ خرداد ۲۸, سه‌شنبه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني بریتانیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره لیدلي او هغوی ته یې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی. افغانستان او انګلستان د سه شنبې په ورځ سره لوبه هم لري.

https://p.dw.com/p/3KcgT
Cricket Australien Afghanistan ICC Cricket World Match
انځور: Getty Images/ Will Russell

په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر او د کریکټ بورډ غړي عاطف مشعل، د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې د انګلستان له لوبډلې سره د لوبې د تر سره کیدو دمخه افغان ولسمشر محمد اشرف غني، له افغان لوبغاړو سره په مانچستر کې ولیدل. هغه د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې ولسمشر «لوبغاړي دې ته وهڅول چې د یوه ټیم په توګه د وطن پالنې له روحیې، جذبې او شوق سره لوبه وکړي او هغوی ته یې د خپل ملاتړ پوره ډاډ ورکړ.»

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم په خپل فیسبوک پاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې له افغان لوبغاړو سره د اشرف غني ملاقات لیدل کیږي. په پام کې ده چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ننۍ لوبه له نزدې وګوري.

افغانستان د کریکټ د سږني نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د سه شنبې په ورځ خپله پنځه لوبه له انګلستان سره کوي. تر دې دمخه افغانستان آسترالیا، سریلانکا، نوي زیلنډ او سویلي افریقا ته خپلې لوبې بایللي دي.

د سه شنبې د ورځې لوبې سربیره افغانستان نورې څلور لوبې هم لري. د جون په ۲۲مه نیټه افغانستان له هند سره، د جون په ۲۴مه له بنګله دیش سره، د جون په ۲۹ له پاکستان سره او همداشان خپله نهمه او وروستۍ لوبه به د جولای میاشتې په ۴مه نېټه له ویسټ انډیز سره وکړي.

سید ریاض