1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: دندې وېشل کيږي نه واک او صلاحيت

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ شهریور ۳۱, دوشنبه

د افغانستان راتلونکي ولسمشر اشرف غني احمدزي تر خپلې بریا وروسته په لومړۍ وینا کې وویل چې راتلونکي حکومت سهامي شرکت نه دی، بلکې د ده او ډاکټر عبدالله تر منځ دندې ویشل کیږي.

https://p.dw.com/p/1DH0D
انځور: picture-alliance/AA

ډاکټر اشرف غني احمدزي په خپله وینا کې وویل چې د ملي یووالي حکومت په جوړیدو سره ټولو موازو حکومتونو ته خاتمه ورکول کیږي. هغه پر دې خبره باندي ټینگار وکړ چې پراخ اصلاحات چې د ډاکټر عبدالله شعار دی او تحول او تداوم چې په ټاکنو کې د ده شعار وو، په راتلونکي حکومت کې به عملي شي.

اشرف غني احمدزي له خپل انتخاباتي سیال عبدالله عبدالله سره د نظر د اختلاف او اوږددو جنجالونو وروسته بالاخره د افغانستان د جمهور رئيس په توگه اعلان شو. خو عبدالله به هم په راتلونکو پنځو کلونو کې د اشرف غني احمدزي تر څنگ د حکومت اړونده چاري پر مخ بيايي.

په پام کې ده چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به د افغانستان د نوي ولسمشر د لوړي مراسم په کابل کې تر سره شي او په رسمي توگه به له ولسمشر حامد کرزي څخه اشرف غني احمدزي ته واک وسپارل شي.

ښاغلي احمدزي په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان په تاریخ کې به د لومړي ځل له پاره له یوه ټاکل شوي ولسمشر څخه بل ټاکل شوي ولسمشر ته په سوله ییز ډول واک ولیږدول شي.

ښاغلي احمدزي د دوشنبې په ورځ په آماني لیسه کې د خپلو سلونو پلویانو په منځ کې چې په چکچکو سره یې بدرگه کاوه، په خپلو څرگندونو کې وویل: «د ملي یووالي حکومت مسئولیت د ټولو افغانانو دی. هر افغان ته د ملي یووالی حکومت مسئول او ځواب ویونکی دی.»

اشرف غني احمدزي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې هیڅکله افغانانو ته داسې فرصت په لاس نه دی ورغلی چې په سوله ییزه توگه واک انتقال ومومي.

حکومت دوه سرونه نه لري

د افغانستان نوي ولسمشر وویل چې هیڅکله نه غواړي چې د قدرت له پاره د افغانانو ویني وبهیږي. هغه وویل چې د افغانستان خلکو د سولي او ثبات له پاره خپله رايه کارولې ده نه د وینې بهیدني او تاوتریخوالي له پاره.

غني زیاته کړه چې راتلونکی حکومت به د ځوانانو، ښځو، معلولینو او د ټولو قشرونو د خلکو پر وړاندي مسئولیت ولري.

اشرف غني احمدزي پر دې خبره ټینگار وکړ چې راتلونکی حکومت به دوه سره ونه لري، بلکي د ده او ډاکټر عبدالله تر منځ به وظایف تقسیم شي. هغه زیاته کړه چې د ده په حکومت کې د حذف سیاست وجود نه لري خو ټول موازي حکومتونه به له منځه ولاړ شي.

احمدزي همداشان وویل چې د واک وېش به انحصاري نه وي، بلکي ظوابط به پر روابطو لومړیتوب ولري او کار به اهل کار ته وسپارل شي. راتلونکي جمهور رئيس وویل چې تیرو وختونه تاریخ لیکونکو ته وسپارئ او په وینا یې افغانان د خپل هیواد د جوړولو له پاره یو بل ته لاسونه ورکړي.

اشرف غني احمدزي همداشان د قانون او عدالت پر تطبیقیدو باندي ټینگار وکړ او ویې ویل چې په هرو شپږو میاشتو کې به د افغانستان د اساسي قانون د تطبیق په هکله ولس ته راپور ورکوو.