1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غلجی: افغانستان باید د هند او پاکستان دواړو خیال وساتی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۲, پنجشنبه

په پاکستان کی د اسامه له وژلو وروسته د سیمی په خپل منځی اړیکو کی یو لړ نوی فعالیتونه لیدل کیږی. زرداری ماسکو ته تللی او مانموهن سنګ کابل ته. کارپوهان د دغو نویو دیپلوماتیک فعالیتونو د پایلو په اړه بیلابیل نظریات لری

https://p.dw.com/p/11EbO
پاکستان، هند
پاکستان، هندانځور: AP Graphics/DW

د افغانستان د څيړونو او مطالعاتو د مرکز کارپوه، عصمت الله غلجي، وايي چي د هندوستان لومړي وزيرغواړي په اوسني حالت کې د افغانستان له تربيون څخه پر پاکستان باندي بريد وکړي ځکه چې د بن لادن مړينې په نړيواله کچه پاکستان ته سخته ضربه ورکړي او دا يي ثابته کړي چې ګواکې پاکستان او په دغه هيواد کې ميشتي څارګري ادارې د ترهګرو او نورو بنسټ پالو ډلو ملاتړ کوي.

د سياسي چارو شونکي عصمت الله غلجي په وايي چې اوس افغانستان ته په کار ده چې له پاکستان او هند دواړو سره خپلي اړيکي سمې وساتي که نه نو د هر يوه لوري ته ميلان به وکړاي شي د افغانستان روان بهير ته ځيان ورسوي.

د دويچې ويلې سره د خبرو پر مهال، ښاغلي غلجي وويل چې هند او پاکستان دواړه د افغانستان په حالاتو نږدې اغيزي لري او افغان چارواکې بايد له دغو دواړو ګاونډيو سره داسي اړيکي ولري چې يو يې هم پرې ناراضه نه شي.

دا په داسي حال کې ده چې ويل کيږي د هند لومړي وزير، منموهن سنګ، کابل ته په خپل سفر کې د هغو طالبانو نوم لړ هم راوړي چې د هند ملي امنيت ته ګواښ بلل کيږي او په ځينو مواردو کې په هند کې په يو شمير تر سره شويو بريدونو کې هم لاس لري.

د دغه نوم لړ په اړه په کابل کې يو شمير رسنيو خبرونه خپاره کړي دي خو نور جزيات يې ندي خپاره سوي. ښاغلي غلجي وايې چې هند حق لري د خپل ملي امنيت د دښمنانو د کړنو په اړه قاطع دريځ غوره کړي او په دغه برخه کې له خپلو متحدينو مرسته وغواړي.

دي وايي: «د نړيوالو ديپلوماتيکو اصولو سره سم هند حق لري چې د کابل له حکومت سره خپلي انديښني شريکي کړي او د هغو طالبانو په اړه ورته معلومات ورکړي چې د هند ملي امنيت ته ګواښ دي، خو داسي نه شي کيداي چې د کابل حکومت د سولې د پروسې لپاره خپل ارضي تماميت ته د ګاونډيانو ځيان رسونکي غوښتني ومني.»

نوموړي زياتوي چې افغانستان او هند دواړه مشترکي غوښتني او ګډ اهداف لري او دغو موخو ته د رسيدلو لپاره ګډي او اوږد مهالې همکارۍ ته اړتيا شته.

هند له افغانستان سره د مخ کښو مرستندويو هيوادونو په کتار کې راځي چې د طالبانو له پرزيدو وروسته يې په سلهاوو مليونه ډالر له دغه ملک سره مرسته کړي خو د هند دولت په افغانستان کې د پاکستان له مخ پر زياتيدونکې نفوذ څخه هم انديښمن ده.

په تيرو څو کلونو کې څو څو ځله د افغانستان په دننه کې د هند په سفارتي کارکونکو وژونکي بريدونه وشول چې په واضح توګه نوي ډهلي په پاکستان پوري وتړل.

د چهار شنبې په ورځ د افغانستان د پټ څاري ادارې وياند، لطف الله مشعل، د يوې خبري ناستي پر مهال خبر ورکړ چې يوې ترهګري ډلي چې له پاکستان څخه يې دستور اخيستي وو غوښتل په جلال آباد کې د هند قونسل ووژني. مشعل وويل چې نيول شويو دغو ترهګرو په خپل جرم اعتراف کړي او ويلي يې دي چې د پاکستان په دننه کې ورته دغه دستور ورکړ شوي وه.

کابل/ جلالزي

کتونکي/ عبدالباري حکيم