1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عنعنوي جرګې ته پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي

۱۳۹۰ آبان ۶, جمعه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې راتلونکې عنعنوي جرګې ته یې پراخ امنیتي تدابیر نیولي دي. دغه جرګه به دروانې میاشتي په پینځه ویشتمه نیټه په کابل کې جوړه شي چې پکې شاوخوا دوه زره او څلور سوه تنه ګډون کوي.

https://p.dw.com/p/130dn
صدیقي وایې راروانې جرګې ته پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي دي
صدیقي وایې راروانې جرګې ته پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي ديانځور: AP

د چهارشنبي په ورځ یاغي طالبانو وویل چې د جرګې د ګډوډولو لپاره به له هر راز امکاناتو کار واخلي او د جرګې ګډون والو ته یې ګواښ وکړ چې که چیرته په جرګه کې ګډون وکړي نو د دوي د بریدونو موخه به وګرځي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند، غلام صدیق صدیقي، د جمعي په ورځ وویل چې طالبان نسي کولای جرګه ګډوډه کړي ځکه ورته پراخ امنیتي تدابیر نیول سوي دي. د صدیقي پر وینا طالبان غواړي په دغسې ګواښونو د خلکو تر منځ ویره خپره کړي.

د راروانې جرګې لپاره په کابل کې ترتیبات د بشپړیدو په حال کې دي. په دغې جرګې کې به د امریکا سره د افغانستان پر اوږد مهاله ستراتیژیک تړون خبري وسي. ولسمشر کرزي ویلي چې د دغې جرګې پایلې به د افغانستان د راتلونکې لپاره ډیرې مهمې وي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو دغه جرګه غندلې او ویلي یې دي چې په کې د افغانستان د خلکو رښتني استازي ګډون نه لري.

د عنعنوي لویې جرګې لپاره په ټول افغانستان کې تبلیغاتي کمپاینونه هم پیل شوي دي. په ورته وخت کې د دغې جرګې د درالانشا ویاندې، صفیې صدیقي، ویلي چې دوي د شاوخوا دوه زره او دیرشو کورنیو میلمنو نوم لړ ترتیب کړی او ډیر ژر به ولسمشر ته د لاسلیک لپاره واستول سي.

د جرګې د منتظمینو پر وینا دغه ناسته به د کابل د پل تخنیک په اکاډمۍ کې جوړه سي. له دغو تاسیساتو لا وختي محصلان رخصت کړای سوي او دغلته د میلمنو لپاره د شپې ځایونو او طعامخانو تر څنګ د یو شمیر نورو موقتي تاسیساتو په جوړولو کار روان دی.

د کابل د پولیسو قوماندانۍ شاوخوا لس زره پولیس سرتیرو ته دنده ورکړي چې د عنعنوي جرګې د میلمنو امنیت وساتي. ټاکل سوي چې په دغه جرګه کې به شاوخوا ۴۰۰ بهرني میلمانه هم برخه واخلي.

ویل کیږي چې بهرني میلمانه به د څلور ورځنۍ جرګې په لومړۍ او وروستۍ ورځو په ناستو کې د ګډون حق ولري.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش