1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عنان: د سوريې رژيم درنې وسلې نه دي ايستلي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۶, چهارشنبه

د کوفي عنان ویاند ویلي دي چي د سوریې رژیم تراوسه پوري له ښارونو څخه درنې وسلې نه دي ایستلي. دغه خبره له سټلایت څخه اخستل شوو انځورونو او نورو ثبوتونو په واسطه اثبات شوې ده.

https://p.dw.com/p/14kVf
انځور: picture-alliance/dpa

سوریې ته د ملګرو ملتونو او عرب لیګ ځانګړي استازي کوفي عنان، ویلي دي چي باید په سوريه کي ژر تر ژره د ملګرو متلونو د څار عملیات پیل شي چې په دغه هیواد کي رواني جګړې ته د پای تکی کښېږدي.

کوفي عنان د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل چي د دمشق رژیم د استوګني له ځینو ځاینو څخه درنې وسلې نه دي راایستلي.

کوفي عنان زیاته کړه چي بشار الاسد لا تر اوسه هم خپله هغه ژمنه چې ویلي ئې ول په سوريه کې به تاوتریخوالي ته د پای ټکی ږدي نه ده پوره کړې. د عنان په خبره په سوريه کي وضعیت خواشینوونکی دئ. عنان همداراز ویلي دي چې څوک په سوريه کي د اپریل د ۱۲ نېټې اوربند په پام کي نه نیسي.

عنان د امنیت شورا ته وویل: «د سوریې وضعیت اوس هم د منلو وړ نه دئ. د سوریې مشران باید په ټوله معنی خپلي ژمني عملي کړي او له هر ډول تاوتریخوالي څخه باید ډډه وشي.»

د کوفي عنان یو ویاند احمد فوزي، د ملگرو ملتونو په تلویزیون کي ویلي ول، چي داسي دلایل په لاس کې شته چي کیدای شي سړی د سوریې پر هغه ادعا باندي شک وکړي چې ویلي ئې دي له ټولو ښارونو څخه ئې درنې وسلې راایستلي دي:

«له سټلایت څخه اخیستل شوي انځورونه او نور شواهد ښیي چي، دا کار په بشپړه توگه نه دئ پلی شوی. نو دا د منلو وړ نه دئ. او ځانگړی استازی کوفي عنان به دا خبره د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کي هم وکړي.»

فوزي وویل چي عنان د امنیت په شورا کي ځینو نورو ستونزو ته هم اشاره وکړه چي د ملگرو ملتونو د څارونکو ډله ورسره په سوریه کي مخامخ ده.

یو شمېر کسان وایي چي له هغه وروسته چي د ملگرو ملتونو څارونکي له یوې سیمي څخه لیدنه وکړه او بیا هغه سیمه بریږدي، ډیر وخت په دغو سیمو کې بیا جگړه پیلیږي او د دولت کسان ډیر وخت هغه خلک چي له څارونکو سره ئې خبري کړي دي یا خو تهدیدوي او یا ئې هم وژني.

پوځي څارونکو د سه شنبې په ورځ د حما له ښار څخه لیدنه وکړه. دغه ښار د سوریې د ناامنۍ پر مهال یو له نا ارامو ښارونو څخه دئ. فعالانو ویلي ول چي د دوشنبې په ورځ څو کسان د رژیم د ځواکونو له خوا ووژل شول. تر دې وژنو مخکي هم د څارونکو یوې ډلي دې ښار ته سفر کړی وو.

د ملگرو ملتونو د څارونکو ډله په سوریه کي د عنان او د سوریې د رژیم تر منځ د شوي شپږ فقره يي تړون څارنه کوي. په دغه تړون کي تر ټولو مهمه خبره د تاوتریخوالي درول دي.

په سوريه کي له ۱۳میاشتو راهيسي جگړه او تاوتریخوالی روان دئ. د ملگرو ملتونو په خبره په دې جگړه کي تر اوسه پوري ۹۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل