1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عنان د ایراني مشرانو سره ویني

۱۳۹۱ تیر ۲۰, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15UYD

د رسمي راپورونو له مخې په پام کې ده چې د ملگرو ملتونو او عربي لیگ ځانگړی استازی کوفي عنان به نن د سوریې د شخړې په اړه له ایراني مشرانو سره وويني. کوفي عنان به نن د ایران د ولسمشر محمود احمدي نژاد او د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر علي اکبر صالحي سره وویني.

د ملگرو ملتونو دغه پخواني منشي هیله من دئ چې په خپله دغه نوې هڅه کې د سوریې کړکیچ ته په سوله ییزه توگه د حل کومه لاره ومومي. ایران په سیمه کې د سوریې یوازینی متحده دئ او د کړکیچ د پیل څخه ئې تر اوسه د بشارالاسد د رژیم څخه ملاتړ کړی دئ. ایران ته د کوفي عنان سفر وروسته تر هغې تر سره کیږي چې تیره ورځ هغه په دمشق کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد سره ولیدل. په عینی وخت کې د روسیې انترفکس خبري آژانس خبر ورکړي دئ چې روسیه پر دې راضي شوې ده چې سوریې ته نورې وسلې و نه لیږي.